Saturday, April 25, 2009

د ورور انجینیر ګلبدين حكمتيار په اړه

ګلبدين حكمتيار

د ويکيپېډيا لخوا

ورټوپ کړه: ګرځېدنه, پلټل
ګلبدين حكمتيار
ګلبدين حكمتيار

In office
۱۷ د جون ۱۹۹۳۲۸ د جون ۱۹۹۴
Preceded by عبدالصبور فريد کوهستاني
Succeeded by ارسلا رحماني

زېږېدنه ۱۹۴۷
کندوز, افغانستان
سياسي ګوند حزب اسلامي

ګلبدين حكمتيار (۱۳۲۷ هـ. ل.) د افغانستان د اسلامي حزب مشر دی. کله چې په ۱۹۷۹ ز. کال کې روسي پوځونو پر افغانستان يرغل وکړ، نو ګلبدين حکمتيار هم د ګڼ شمېر نورو افغانو مجاهدينو سره له هېواد نه دباندې ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شو او له هماغه ځايونو نه يې د روسي سرو لښکرو پر ضد د جهاد اعلان وکړ. نوموړی د افغانستان په سياسي تاريخ کې هم يوه پېژندل شوې څېره ده او ګڼ شمېر افغانان د ده له نوم سره اشنايي لري.

نيوليک

[پټول]

مخينه

هغه د شهيد عبدالقادرخان زوي په ۱۳۲۷ هجري لمريز كال د كندوز ولايت د حضرت امام صېب ولسوالۍ د ورته بز په كلي كې زېږېدلې دى. نوموړی د څو لسيزو نه راپدېخوا د افغانستان په سياسي چارو کې راښکېل دی. خو تر ټولو ډېر هغه وخت مشهور شو کله چې روسانو پر افغانستان باندې يرغل وکړ او دی د سرولښکرو پر وړاندې د جهاد تکل وکړ. ددې سره سره دی د افغانستان پخوانی لومړی وزير هم پاتې شوی.

د حكمتيار كورنۍ د نائب الحكومه شېر خان په وخت كې له غزني څخه كندز ته كډه او په امام صېب كې مېشته شوه. پلار يې د غزني د شاه جوى او مور بي بي يې د قره باغ اوسېدونكې ول. څلور وروڼه او درې خوېندې لري، چې د وروڼو نومونه يې دا دي:

۱- اخترمحمد (مشر)

۲- شهاب الدين (تر حكمتيار كشر)

۳- نورالدين

۴- نظام الدين

پلار او دوه وروڼه يې (اختر محمد او نورالدين) د كمونستانو په لاس په زندان كې په شهادت ورسول شول. د شهادت څرنګوالى او د خښولو ځاى يې نامالوم دى، خو د يوه سرتيري د خولې نكل دى چې: شهيد عبدالقادر خان يې له زندان څخه بهر ووېستو او د آودان دښتې ته يې يووړ. هورې يې په پوځي جيپ پورې وتاړه، او جيپ يې ترهغې ځغلاوه ترڅو چې يې په بې رحمۍ سره په شهادت ورساوه. حكمتيار تر پېنځم ټولګي پورې د امام صېب په منځني ښوونځي كې زده كړې وكړې. له پينځم ټولګي څخه وروسته د حربي ښوونځي لپاره غوره شو. شپږمن، اووم او اتم ټولګي يې په نوموړي ښوونځي كې ولوستل او د نهم ټولګي لپاره د شېرخان لېسې ته ولاړ. د ښوونځي د دزه كړې ترڅنګ يې لومړنۍ زده كړې له ارواښاد مولوي قربان محمد څخه وكړې، چې د چاه آب نوموړې عالم ؤ. نوموړي عالم چې د افغانستان له لرغوني او وخت له تاريخ څخه خبر سړې ؤ د حكمتيار په فكري او سياسي روزنه كې پوره ونډه لرله.

زده کړې

د شېرخان له لېسې څخه په فارغېدو سره د پري انجينيري كورس لپاره كابل ته ولاړ. دا كورس د هغو زده كړيالو لپاره ؤ چې د انجينيرۍ پوهنځي لپاره غوره كېدل، اوانجينيري پوهنځي لپاره لومړنۍ پېر ؤ. پدې پېر كې زده كړيال د انجينيرۍ پوهنځي لپاره تيارېدل او اړينه ګڼل كېده. حكمتيار لدې كورس څخه په لومړۍ مقام فارغ او په انجينيرۍ پوهنځي كې ورګډشو.

سياسي ډګر ته ننوتنه

حكمتيار لا د ښوونځي زده كوونكې ؤ چې د كمونستي بړېڅو سره به يې ډغرې وهلې، چې غوره مثال يې د سلطان په نامه يو پرچمي او د عبدالحى په نامه ستمي ؤ، چې دواړه يې د لوى څښتن تعالى له شتون څخه منكر او مرتدان شوي ول، په مناقشه اومباحثه كې ماتول او د هغوي لخوا د لږو مالوماتو په لرلو سره له مناقشې لاس په سر كېدل او د وخت د ستر ستمي (عثمان لنډي) څخه غوښتنه كول ترڅو ددوي پوزه يوڅه ورپه ځاى كړي، مګر عثمان لنډې هم د ماتې له وېرې دې كار ته حاضر نشو، نه مبادا چې د يوه تنكي ځوان لخوا په خپل پوچ آند و آند كې مات او وشرمېږي. مګر عملي ډګر يې د انجينيرۍ پوهنځي لپاره د تيارۍ كورس ؤ. هورې د اسلامي غورځنګ له ځلانده ستورو (سېف الدين نصرتيار او انجينير عثمان) سره غېرمستقيم وپېژندل شو. كه څه هم سيېف الدين نصرتيار او انجينير عثمان د حكمتيار كوټې سره څنګ كې اوسېدل خو بيا هم پدې سره ونتوانېدل ترڅو يوله بل سره مخامخ وويني او سره له نږدې وپېژني. كله چې پوهنځي ته بريالى شو نو له نېكه بخته ټول سره په يوه خونه كې مېشت شول.

د پوهنتون سياسي فضا

پوهنتون د سياسي مبارزې په تود او اړوګوړو په انګړ بدل شوې ؤ. د كال په پېل كې به سياسي ډلو د نورو زده كړيالو د جلبولو لپاره له يوه بل سره په سخته سيالۍ لاس پورې كولو. نن به د يوې ډلې غونډه او ميټېنګ، سبا د بلې ډلې. پدې غونډو كې به يې د خپل قدرت او نظم مظاهره كوله. خپل اهداف او موخي به يې بيانولې.هرې ډلې به ځان انقلابي، با ډسېپلينه، توانمند، د مظلومو خواخوږې، د استبداد او اختناق دښمن، د ټولنيز عدالت غوښتونكې او د هېواد د خپلواكۍ او پرمختګ سرسخت مدافع پېژانده. دغه او دې ته ورته غونډو وضعيت، ويناګانې، شعارونو، د ګډونكوونكو شمېر په ژبني، قومي ډلوټپلو كې ځينې کسان دېته وهځول شو ترڅو د حق رېښتونې آواز د ملت غوږونو ته ورسوي، دسرو توغونو پرځاى شين توغ پورته كړي، د لېنن او ستالين دوېناوو پرځاى د اسلام غږ پورته كړي. مسلمان ځوانان پدې اندېښنه كې ول چې ولې د شريعياتو ښوونكي او زده كړيال نه راپورته كېږي. ولې د حق آواز نه پورته كوي، ولې په دا دومره پوهنتون كې څوك نشته چې ددوي سره ډغره ووهي!!؟؟؟؟ دا او دېته نورې پوښتنو د انجينيرۍ پوهنځي مسلمان ځوانان دېته وهڅول چې ددې ناسور مقابله وكړي.

د روسانو پر ضد جهاد

د اسلامي غورځنګ جوړېدنه

د د افغانستان اسلامي حزب بشپړه لیکنه ولولۍ

له يوېخوا په پوهنتون كې كمونستانو خپله ولكه ورځ ترورځې ټينګوله، او د غېر اسلامي سياسي ډلو ورځ په ورځ خورېدونكو هځو په ديني شعائرو د كمونستانو بېباكانه تېري ځورول، له بلې خوا د يوه اسلامي غورځنګ نشتوالي |ځورول. په پوهنتون كې چا ملي جامه نشوه اغوستلې، ږيره پرېښودل نه ؤ، په هغه چا به ټوكې او مسخرې وهل كېدې چاچې به ږيره يا پګړۍ په سر كړې وه. پدې وخت كې په دين او وطن مېن ځينو ځوانان د لومړي ځل لپاره د لمانځه لپاره له پوهنتون څخه د لمانځه ځاى وغوښت، چې له ډېر كړاو څخه ورته د لېليې ۳ېم پوړ خالي كړاى شو، چېرې چې به مخكې لدې كنسرتونه او نڅاګانې كېدلې. د لمانځه ځاى د اسلامي غورځنګ لپاره د بنسټيزه خښتې په څېر ؤ چېرې چې مسلمان ځوانانو يوبل سره وپېژندل.

حكمتيار له هرلمانځه څخه وروسته به يې له ځوانانو سره د پوهنتون سياسي روان حالات څېړل. د هغوي نظربه يې مالوماوه، او د هغوي اسلامي روحيه به يې تلله. پدې وخت كې له شهيد مولوي حبيب الرحمن سره او بيا دهغه له لارې د شريعياتو له ځينو نورو کسانو سره اشنا كېږي. د ليدنو كتنو دا كړۍ ورځ په ورځ پراخېدله ، نو دغوکسانو وپتېيله چې د يوه منظم سياسي كار د روانولو لپاره سره راغونډ شي او ټول هغه کسان راوبلي چې ددې كار لپاره وړ كسان وي. د هماغه پسرلي په يوې داسې شپه كې چې باران ورېده او د پوهنتون په انګړ كې هېڅوك نه ليدل كېدل، د ښوونې او روزنې د پوهنځي په يوه ښوونيزه خونه كې لاندې ځينې ځوانان سره راټول شول:

۱- شهيد عبدالرحيم نيازي

۲- شهيد مولوي حبيب الرحمن

۳- شهيد سيف الدين نصرتيار

۴- شهيد عبدالقادر توانا

۵- شهيد غلام رباني عطيش

۶- شهيد سيد عبدالرحمن

۷- شهيد استاد ګل محمد خان

۸- حكمتيار

له دې ډلې څخه ټول په شهادت رسېدلي، يواځې حكمتيار ژوندى پاتې دى. په غونډه كې له اوږدو خبرو اترو نه وروسته دا پرېكړه وشوه چې منظم كار روانوو، ځوانان اسلام ته رابولو، ولس راويښوو، د كمونستانو مقابله كوو، د دوي لخوا چې زموږ هېواد ته كوم جدي ګواښ پېښ دى، او د دوي سياسي هلوځلو په ماهيت خلك خبر كړو. فېصله وشوه چې دا د يوې داسې شبنامې په واسطه وشي.

ادبي ژوند

حكمتيار له خپل سياسي او جهادي ژوند سره سره ليك ليكنې ته بشپړ وخت وركړى، او خپل سياسي، جهادي، ديني او ټولنيز موضوعات يې د قلم ژبې ته وركړي، او ښې ډېرې ليكنې يې كړي، چې د اټكل له مخې يۍ شمېره ۱۰۰ سلو ډول، ډول موضوعاتو ته رسېږي.

د افغانستان په سياسي، ديني او ټولنيز بهير كې به دی هم يو د ليک او نظر كس وي، چې دومره ليکنې ېې ترسره كړي.

په لاندې ډول د هغو كتابونو نومونه ياد شوي چې انجنير ګلبدين حکمتيار ليكلي:


پوهنیز او ديني ليكنې

  1. کليد قرآن
  2. دقرآن قَسَمونه
  3. انفاق در قرآن
  4. جايگاه زن در اسلام
  5. تقدم شعور برماده
  6. جنگ از ديگاه قرآن
  7. قرآن وملت هاى اسير
  8. خدا ، قرآن، انسان
  9. مرگ ژوند په قرآن کې
  10. ابراهيم در آزمون خدا
  11. تجلى ايمان در قول وعمل
  12. اسرار نماز ( درى وپښتو)
  13. شعر وعرفان در محک قرآن
  14. حقيقت نفاق از ديگاه قرآن
  15. حقيقت شرک و توحيد( پشتو ودرى)
  16. په الله ايمان معنى، دلائل اوغوښتنى يى
  17. په آخرت ايمان معنى، دلايل او غوښتنى يى
  18. په کتابونو ايمان معنى، دلائل اوغوښتنى يى
  19. په پيامبرانو ايمان معنى ، دلائل اوغوښتنى يى
  20. په ملائکو او قضا وقدر ايمان معنى، دلايل اوغوښتنى يى
  21. از سوره يوسف بياموزيم ( درى و پښتو)
  22. دقرآن پلوشې لومړې ټوک (د الفاتحه سورت ، البقره او النسأ) سورتونو تفسیر دی.
  23. دقرآن پلوشې دویم ټوک (د المائده، الانعام،الاعراف او الانفال) سورتونو تفسیر دی.
  24. بايبل د قرآن په رڼا کې ( بهترين شهکارعلمى ، سياسى و تحقيقى در ٨٧١ صفحه بزرگ )
  25. جلوه هايى ازاسرار قرآن جزء ٢٩و ٣٠ ( او پښتو یې(( د قرآن پلوشې )) هر یو په دوه، دوه ټوکو کې)

سیاسي لیکنې

  1. موالات؟
  2. عقيدۀ ما
  3. فکر آخرت
  4. اسلامى نهضت
  5. اساسى قانون
  6. د آزادى لار
  7. درسى از ميلاد
  8. چه نوع اتحاد؟
  9. د فتحى کاروان
  10. خندق داران آتش
  11. جهان بينى توحيدى
  12. د د کابل غم ولى؟
  13. ويژگيهاى صف اسلامى
  14. حاميان سنگر فرعون
  15. درسى ازعاشورى حسين
  16. در پاسخ به مخملباف
  17. عروج و نزول ملت ها
  18. قومى مشرانو ته خطاب
  19. مهاجرينو ته څو توصيى
  20. نهضت و عناصر فرصت طلب
  21. هماغه د اسلام تاريخى لار
  22. سيد احمد شهيد ( ژباړه)
  23. د جهاد دبرياليتوب راز
  24. مسؤل قوماندان ته خطاب
  25. موقف ما و جريانات اخير
  26. حل سياسى قضيه افغانستان
  27. امت اسلامى ( درى و پښتو)
  28. بحران ، مشکلات و راه حل ها
  29. 11 دسپتمبر ـ مرکى او مقالى
  30. مشکلات سياسى ـ مذهبى افغانها
  31. قيادت حزب اسلامى افغانستان
  32. راه هاى حل بحران افغانستان
  33. د اسلام تير برم ته د رسيدو لار
  34. معلم يا دفکرى سنگر قوماندان
  35. کوم اساسى قانون د منلو وړ دى؟
  36. خطاب به مهاجرين ( پشتو و درى)
  37. د اسلامى حکومت په وړاندى خنډونه
  38. دافغانستان د اسلامى حکومت تگلاره
  39. د انقلاب درى مهمى قضيي او زمونږ دريځ
  40. شيوه هاى انتخاب زعامت در جامعۀ اسلامى
  41. اور بند (!) او زمونږ دريځ (پښتو و درى)
  42. پټې توتیې بربنډې څېرې ( درى، پښتو وعربى)
  43. د امريکا ضد اسلامى جهاد _ ژور اسرار مهم اسناد


یادښت: د یادولو وړ ده، چې حکمتیار د افغانستان ټولو مخورو، دینپوهانو، پخوانیو جهادي څېرو او نورو ته چې نن سبا په افغانستان یا بهر کې اوسېږي، څه باندې ۶۰۰۰ لیکونه ددده سره د جهاد په موخه د ښکېلاک پر ضد ددرېدو ورلېږي. دا لیکونه به په لنډ راتلونکې کې د یوه پوهنغونډ (دایرة المعارف په توګه د چاپ په ګاڼه وپسولل شي
.

انځوریز البوم

دا هم وګورﺉ

بهرنې تړن

اخځليكونه

No comments:

Post a Comment