Friday, August 24, 2012

د عاشوراء قضیه!

عاشوراء هم يوه له هغو قضاياوو څڅه ده چي په اړه ئې په امت كي د شديد اختلاف شاهد يو، دا اختلافات يا سياسي جرړي لري او يا له متضادو رواياتو راولاړ شوي. تر دې د مخه چي وگورو د عاشوراء اړوند روايات څه وايي، كوم يو ئې صحيح او د اعتبار وړ دئ، كوم ئې جعلي، موضوعي، ضعيف او بې اعتباره دئ، د قرآن او سنت په رڼا كي د عاشوراء په اړه څه ويلي شو او په دې ورځ څه كول جائز او څه ناجائز گڼلى شو، بايد هغو كركجنو او د اسلام د بنسټيزو اصولو خلاف او د اسلام د روح او مزاج ضد اعمالو ته اشاره وكړو چي ځيني خلك ئې د مذهب تر نامه لاندي په دي ورځ ترسره كوي، او هغه د ثواب كار او جنت ته رسېدو وسيله بولي، داسي اعمال چي نه په قرآن كي ورته جواز موندى شو، نه په سنت كي او نه د صحابه وو په منهج كي، نه له عقل سره اړخ لگوي او نه د يوه سليم الفطرت انسان له مذهبي احساس سره.
ځيني په دې ورځ د ماتم غونډي جوړوي، وير كوي، كوڅو او بازارونو ته راوځي، د خلكو په وړاندي ځان په زنځيرونو وهي، توري جامې اغوندي، خپلي سيني په څپېړو وهي، ځيني ئې له نامه پورته ځانونه لوڅ كړي او خپلي شاگاني په زنځيرونو وهي، ځيني د سرود په بڼي كي يا حسين يا حسين او يا علي مدد وايي او څڼې اچوي، حركات ئې منظم او د يوه مذهبي رقص په څېر او له ډول او سرود سره توأم، د جلوس په سر كي د ذوالجناح په نامه زين شوى او سينگار شوى آس روان، بيرغونه ئې تور او د لرگي پر سر ئې د رغوي او پنځو گوتو نشان (چي دوى ئې د پنج تن پاك نښه گڼي)، رنگ رنگ ټوټې او دسمالونه پرې راځوړند، دا كار په داسي حال كي كوي چي عملاً د طاغوت تر سلطې لاندي ژوند كوي، د ظالمانو ملگرتيا كوي، مرسته ترې غواړي خو په خوله ئې د يا علي مدد دعاء وي،  ... دې ته وايي له امام حسين ﷻ سره محبت او د هغه د شهادت په نامه ماتم!! دا حركات نه يوازي كركجن، د دين او عقل خلاف دي او هيڅ الهي دين او هيڅ صحيح مذهب ئې جائز نه گڼي، بلكي داسي خرافات دي چي هر عقلمن انسان ترې كركه لري او الهي اديان د دې لپاره راغلي چي د دغو شرك لړلو دودونو او خرافاتو ټغر ټول كړي. دوى دا مراسم په داسي حال كي لمانځي، پر يزيد او يزيديانو لعنت وايي چي تر يزيد د لازياتو ظالمانو اطاعت او ملگرتيا كوي!! امام حسين د يزيد له بيعته ډډه وكړه او په دې لار كي ئې شهادت قبول كړ خو دوى په افغانستان او عراق كي د امريكايانو تر سلطې لاندي ژوند كوي، نه يوازي مخالفت ئې نه كوي او ساكت، راضي او تسليم دي بلكي د امريكايانو تر قومندې لاندي د سنيانو په ضد جنگېږي، په عراق كي د دوى ستر مذهبي مشر د امريكايانو د يرغل ملگرتيا وكړه، د نجف كلياني ئې امريكايانو ته وسپارلې، خپلو پلويانو ته ئې له امريكايانو سره د ملگرتيا او د دوى تر قومندې لاندي جنگېدا فتوى وركړه، د محرم د لسمي مراسم ئې په داسي حال كي لمانځل چي امنيت ئې د انگرېزانو او امريكايانو له خوا تأمين شوى وو. په پاكستان كي د پرويز مشرف خوا ته ودرېدل، امريكايانو له دوى داسي ټولگي جوړ كړل چي د سنيانو په ضد ئې وجنگوي. په افغانستان، عراق او پاكستان كي په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو، زيارتونو او د خلكو د تجمع په ځايونو كي چاودني د دوى په لاس او د امريكايانو په وينا ترسره كېږي.
د دوى دا جلوسونه كټ مټ همغسي دي لكه چي يهودانو به كول او په محرف بايبل كي ئې يادونه شوي، همغسي په كوڅو كي مذهبي رقص، سرود، نڅا او څڼې غورځول او ځانونه زخمي كول، يقيناً چي د دوى اكثر مذهبي عقايد او مراسم له يهودانو كاپي شوي، نه ئې په قرآن كي شاهد مومو او نه د رسول الله ﹽ په سنت كي او نه د صحابه وو په منهج كي، له دوى پوښتنه كوو: آيا رسول الله ﹽ د خپل گران تره حمزه ﷻ د شهادت له كبله داسي ماتم كړى چي تاسو ئې كوئ؟ مگر د حمزه ﷻ قرابت رسول الله ﹽ ته تر علي ورنږدې نه وو؟ مگر د هغه مقام تر علي ﷻ او د ده تر اولاد لوړ نه وو؟ مگر له اسلام څخه د دفاع په چارو كي د هغه ونډه تر دوى زياته نه وه؟ آيا هغه د بدر او احد د سترو سترو جنگونو دوهم قائد نه وو؟ آيا د هغه شهادت د دوى تر شهادت زيات دردوونكى نه وو؟ آيا هغه د دښمنانو په لاس مثله نه شو؟ ولي رسول الله ﹽ د هغه لپاره ماتم ونه كړ؟ ولي تاسو د هغه لپاره ماتم نه كوئ؟ آيا صحابه وو د عمر ﷻ، عثمان ﷻ او علي ﷻ د شهادتونو له كبله ماتم كړى؟ آيا عبد الله بن عباس ﷻ د علي ﷻ د تره زوى د ده او حسين ﷻ او د ده د كورنۍ د غړو د شهادت له كبله ماتم كړى؟ موږ ته د صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو او ټول سلف په تاريخ كي د داسي ماتم يوه بېلگه راوښيئ؟ كه ماتم جائز وى نو د رسول الله ﹽ د وفات ورځ د غم او ماتم هغه ستره ورځ ده چي په ټول انساني تاريخ كي ئې نظير نشته، ولي په دې ورځ ماتم نه كوئ؟! ولي صحابه وو د علي، حسن او حسين ﷸ په شمول ماتم ونه كړ؟!! يقيناً چي تاسو د دې وينا مصداق يئ: و قالت اليهود عزير بن الله و قالت النصارى المسيح بن الله و قالت الشيعه على بن الله: يهودانو وويل عزير د خداى زوى دئ، نصاراوو وويل مسيح د خداى زوى دئ، شيعه وو وويل علي د خداى زوى دئ!! او د ده د اولاد دولس تنه پر زمكه د خداى ځاى ناستي، همغسي لكه چي مسيحيانو عيسى عليه السلام ته دولس حواريون وټاكل او هغوى ئې د خداى او د خداى د زوى ځاى ناستي وگڼل!! دوى موهومي امام زمان چي وايي د يوې چيني خوا ته په پنځه كلنۍ كي ورك شوى په آسمانونو كي لټوي او د ژر بېرته راتلو لپاره ئې وايي: عجل الله فرجه الشريف: خداى دي د ده شرافتمن خلاصون رانږدې كړي!!! يعني په كوهي كي لوېدلي، خداى دي هغه راوباسي چي راشي او د دوى دښمنان ورته ذبح كړي او د شيعه وو پاچايي رامنځته كړي او دا همغه څه دي چي يهودانو د عزير عليه السلام په اړه ويل چي د يوه نهر خوا ته له خپل ملگري بېل شو او د آسمان په لوري وخوت!! يهودان هم د يوه داسي مسيح راتلو ته منتظر دي چي له آسمانه به راكوزېږي او د يهودانو ټول دښمنان به له تيغه تېروي او د زمكي پر سر به د دوى ستره پاچايي جوړوي!!!
اكثر جاهلي مذاهب په غائب ناجي باور لري او راتلو ته ئې انتظار كوي، په دې اړه بودايان، د متراس پلويان، مسيحيان، يهودان او شيعه سره ورته دي، توپير ئې په دې كي دئ چي د ځينو منتَظَر ناجي اول دنيا ته راغلى، ستر ستر كارونه ئې كړي، مړ شوى، بېرته ژوندى شوى، آسمان ته ختلى، بيا به راځي، د يهودانو منتَظَر ناجي لا نه دئ پيدا شوى، په مناسب وخت كي به پيدا شي او يهودانو ته به ستر ستر كارونه وكړي، د شيعه گانو منتَظَر ناجي پنځه كلن وو چي غائب شو، تر اوسه ژوندى دئ، خداى د ټول عالم چاري ورسپارلې دي، د شيعه وو دعاگاني د ده له لاري او د ده په شفاعت او وساطت قبلوي، په مناسب وخت كي به راشي او د شيعه وو ټول دښمنان به ووژني!! دا داسي ناجي گڼي چي پلار، نيكه، جد او ټول سلف ئې وفات شوي خو دئ څوارلس پېړۍ تېرېږي چي ژوندى دئ او د قيامت تر ورځي به ژوندى وي!! اوس نو تاسو قضاوت وكړئ چي په دغو ډلو كي د كومي ډلي عقيده تر ټولو زياته د عقل خلاف او په خرافاتو ولاړه ده؟!! آيا د دې احمقانو پر عقل ژړا نه ده په كار؟!!
د مړو لپاره داسي ماتمونه نه يوازي جائز نه دي بلكي د اسلام له سترو سترو اساساتو سره تصادم كوي، له دې سره چي د مرگ او ژوند پرېكړه د الله تعالى له لوري كېږي، دا چي د مرگ نېټه له وړاندي ټاكل شوې، دا چي مرگ د نوي  ژوند پيل دئ، دا چي شهيد ژوندى دئ، دا چي په مرگ سره موږ د خپل رب په لوري درومو، دا چي د الله په لار كي شهادت ستره بريا او فوز عظيم دئ، آيا دا عقيده چا ته اجازه وركوي چي په شهيدانو ماتم وكړي؟!! قرآن مؤمنان داسي معرفي كوي چي كله كوم مصيبت ورورسېږي وايي: إنا لله و إنا إليه راجعون: موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورگرځېدونكي، دا خو د رضايت او قناعت شعار دئ نه د شكايت، وير او ماتم چيغه!! قرآن موږ ته د مصيبتونو په وړاندي د صبر سپارښتنه كوي او ماتم د صبر خلاف عمل دئ، كوم كار چي پيغمبر عليه السلام نه دئ كړى، صحابه وو نه دئ كړى، ائمه وو نه دئ كړى ته  څنگه د دې كركجن بدعت مرتكب كېږي او داسي څه ته مذهبي رنگ وركوې چي د دين او مذهب له اساساتو سره تصادم كوي؟!!  
ځيني د تاريخ ستري ستري پېښي دې ورځي ته منسوبوي او وايي: آدم عليه السلام په دغه ورځ پيدا شوى، له جنت څخه له راكوزېدا وروسته دى او مېرمن ئې په دغه ورځ سره يو ځاى شوي، نوح عليه السلام په دغه ورځ ژغورل شوى، فرعون په دغه ورځ غرق شوى او موسى عليه السلام له بحر روغ تېر شوى، يونس عليه السلام په دغه ورځ د كب له گېډي سالم وتلى، ابراهيم عليه السلام په دغه ورځ له اوره روغ وتلى!!! او دا ټول د دې لپاره يادوي چي وښيي د كربلا او د حسين ﷻ د شهادت پېښه په دغي ستري تاريخي ورځي رامنځته شوې!! دې ته هم پام نه كوي چي د هغو سترو سترو پېښو د كربلا له پېښي سره هيڅ مناسبت او مماثلت نشته، په هغوى كي الله تعالى ظالمان او د دين دښمنان هلاك كړي او پيغمبرانو عليهم السلام ته ئې بريا ورپه برخه كړې او له كړاوونو ئې ژغورلي، حال دا چي په كربلا كي د دغو ټولو تاريخي پېښو خلاف د حسين ﷻ په شمول د ده د كورنۍ نږدې اويا غړي په شهادت رسېدلي!! دې ته نه گوري چي د عاشوراء د ورځي د سترو سترو تاريخي پېښو اړوند روايات ټول اسرائيلي روايات دي چي هيڅ وزن او ارزښت نه لري.
ځيني دې ورځي ته د يوم من ايام الله نوم وركوي!! چي دا نومونه په بشپړه توگه غلطه ده، قرآن هغو سترو سترو ورځو ته د ايام الله نوم وركړى چي د شر، فساد، كفر او شرك ستر ستر ځواكونه په سخت الهي عذاب اخته شوي او حقپالو ته ستره او تاريخي بريا ورپه برخه شوې.
ځيني د محرم الحرام ټوله مياشت دومره سپېڅلې مياشت بولي چي له روژې پرته تر ټولو مياشتو ئې افضل گڼي، دا په داسي حال كي چي نه په قرآن كي د دې مياشتي د ځانگړي فضيلت په اړه څه ويل شوي او نه په كوم صحيح حديث كي، د اسلام له نظره ټولي ورځي او مياشتي يو برابر دي، د اوقاتو فضيلت ذاتي نه دئ، د هغه ځانگړي عمل له مخي يو وخت پر بل فضيلت مومي چي په هغه كي ترسره شوى. د روژې مياشت د دې لپاره افضل گڼل شوې چي په دې كي قرآن نازل شوى، د قدر شپه له دې امله په دې نامه ياده شوې او تر زرو مياشتو غوره گڼل شوې چي په همدې شپه پر رسول الله ﹽ د قرآن نزول پيل شوى، څلور حرام مياشتي، رجب، ذي القعده، ذي الحجه، محرم او رجب له دې امله د اشهرالحرام په نامه يادي شوې چي په دې كه به د حج او عمرې مراسم ترسره كېدل.
د عاشوراء د ورځي دا ماتمونه سياسي خلفيه لري، ايراني واكمنو او مذهبي آخوندانو ئې د عاشوراء له ورځي او پېښي د عربو او ټول اسلامي امت په ضد د يوې حربې او وسيلې په توگه كار اخيستى، دوى يزيد سنيانو ته منسوبوي او حسين ﷻ د شيعه وو امام گڼي، سنيان د جابر او قاتل ملگري بولي او شيعه د اهل بيت پلويان او محبان، دوى علي ﷻ د رسول الله ﹽ يوازنى حقيقي ځاى ناستى گڼي او د علي ﷻ هغه اولاد چي له فاطمې ﷹ پيدا شوي د امامت منصوصي وارثان بولي، ټولو هغو صحابه وو ته د منافق خطاب كوي چي له علي ﷻ پرته ئې له بل چا سره بيعت كړى، ابوبكر، عمر او عثمان ﷸ د امارت غاصبان بولي، او دا ټولي خبري هم د قرآن خلاف خبري دي او هم د عقل او منطق خلاف!! دا خبري يوازي هغه تورزړى او بدضميره انسان كولى شي چي له اسلام او مسلمانانو سره ئې كلكه كينه او دښمني په زړه كي وي، څوك چي پر قرآن باور لري هغه پوهېږي چي په اسلام كي نه د موروثي امارت تصور شته او نه د منصوصي امامت، قرآن امارت او امامت د خلكو امانت گڼي او د امير او امام انتخاب د مسلمانانو وجيبه او حق بولي، مسلمانانو ته امر كوي چي دا امانت هغه چا ته وسپارئ چي اهل وي!! په ټول قرآن كي د علي ﷻ په اړه نه صراحتاً څه مومو او نه اشارتاً، كه امامت موروثي وى نو په قرآن كي به د رسول الله ﹽ د ځاى ناستي نوم په واضح توگه اخيستل شوى وو، همغسي لكه د هارون عليه السلام نوم چي اخيستل شوى، كه داسي وى نو الله تعالى به تر قيامته پوري د ټولو هغو امراوو نومونه په قرآن كي ياد كړي وو چي الله تعالى ورته ټاكلي!! له دې پرته خو منصوصي امارت هيڅ معنى نه لري!! د صحابه وو له لوري يو په بل پسي د څلورو خلفاوو انتخاب ښيي چي اسلام په موروثي امارتونو باور نه لري، د موروثي امارات تصور د دين، عقل او عدل خلاف تصور دئ. دا هغه تصور دئ چي پاچايان ئې خوښوي، څوك چي له دې پرته بله خبره كوي يا جاهل دئ يا په غرض او مرض مبتلا، ما ته ووايئ: د رسول الله ﹽ په لاس روزل شوي صحابه په دين ښه پوهېدل كه دا ايراني آخوندان چي قرآن د كتاب له مخي هم سم نشي لوستلى؟!! آيا تر دې د لوى ظلم تصور كېدى شي چي څوك صحابه وو ته بد و رد وايي، هغه صحابه چي په سلو كي تر نوي زيات ئې د الله تعالى په لار كي شهيدان شوي او ډېرى ئې له مدينې بهر او د جهاد په سنگرونو كي!! حقيقت دا دئ چي د روافضو د مذهب بنسټ د اسلام د كينه كښو دښمنانو په لاس اېښودل شوى. د فارس هغو سياسي او مذهبي واكمنو كورنيو چي د ساسانيانو د اقتدار په دوران كي ئې پر ايران او ايرانيانو حكومت كولو او اقتدار ئې د عربو مسلمانو په لاس نسكور شو، د غچ اخيستو لپاره د علي ﷻ هغو لمسيانو ته پناه وركړه چي د امويانو د اقتدار په دوران كي هجرت ته مجبور شوي وو، هغوى دغه سياسي اقدام ته مذهبي رنگ وركړ، همدلته د يوه نوي مذهب بنسټ كېښودى شو چي له علي ﷻ او د هغه له اولاد سره د محبت اظهار او سنيانو سره دښمني ئې ستره او اساسي ښكارندويه وه، كه څه هم د دې مذهب لړۍ له هغه مهاله پيل شوې وه چي يهودي عبدالله بن سبا د عثمان ﷻ د شهادت توطئه جوړه او پلې كړه، چي په همدې سره په اسلامي امت كي د خونړيو فتنو هغه دردناكه سلسه پيل شوه چي د اسلامي امت په ټوټې ټوټې كېدو او د اسلامي خلافت په زوال منتج شوه. دا مفتن ابن سبا او د ده ملگري ول چي د عثمان ﷻ له شهادت وروسته ئې د علي ﷻ د پلويانو په ليكو كي ځان ته مورچلي جوړي كړې، علي ﷻ ئې دې ته اړ كړ چي دارالخلافه له مدينې كوفې ته انتقال كړي، دا دوى ول چي د كورنيو جگړو اور ئې بل كړ، د عثمان ﷻ د قاتلانو د محاكمې مخه ئې ونيوله، د علي ﷻ  او هغو صحابه وو تر منځ ئې د هري موافقې او روغي جوړي مخنيوي وكړ چي د عثمان ﷻ د قاتلانو د محاكمې غوښتنه ئې كوله. همدا دوى ول چي لومړى د علي ﷻ او بيا د امام حسين ﷻ د شهادت باعث شول. له مدينې څخه كوفې ته د دارالخلافه انتقال هغه ستره الميه او فاجعه وه چي جبران ئې ممكن نه وو، په امت كي د ډېرو سترو سترو فتنو پيلامه شوه، د ابن سبا ملگرو د همدې لپاره ټينگار كولو چي علي ﷻ  دې كار ته اړ كړي، مدينه د رسول الله ﹽ په لاس جوړه شوې وه، له كفر، شرك،  نفاق او منافقينو تصفيه شوې وه، ولس ئې د رسول الله ﹽ په لاس روزل شوي وو، منافقينو هلته د پښو ځاى نه موندو، ديني، فكري، اخلاقي او معنوي فضاء ئې داسي جوړه شوې وه چي هيڅوك نشو توانېدى په څرگنده توگه د اسلام او ايمان منافي عمل جسارت وكړي، كه چا به غلط گام اخيستو نو له هر لوري به له مخالفت سره مخامخېدو، په ټول يقين سره ويلى شو چي كه دارالخلافه كوفې ته نه وى انتقال شوې نو شام به هم په دارالخلافه نه بدلېدو، نو يزيد به هم امارت ته نه وو رسېدلى، د مدينې فضاء چا ته اجازه نه وركوله چي قصرونه جوړ كړي او امارت ميراثي كړي. د مدينې اهميت دومره وو چي رسول الله ﹽ د مكې له فتحي وروسته نه يوازي مدينې ته راستون شو او دا ډاډمن سنگر ئې پرې نښود، بلكي مهاجرينو ته ئې اجازه ورنه كړه چي په مكې كي په خپل مخكني كور او كلي كي پاته شي!!          
د علي رضي الله عنه له شهادت نږدې څلور سوه كاله وروسته يو څوك راولاړ شو، كتاب ئې وليكو، ده ته ئې منسوب كړ او ډېر داسي څه ئې په كي وليكل چي د ده له شأن او مقامه ډېر ډېر لري او د قرآن او عقل خلاف، خو همدا كتاب د يوې مذهبي فرقې د رامنځ ته كېدو باعث شو، داسي كتاب هم وليكل شو چي په هغه كي له خره او چنگاښې هم احاديث روايت شوي!! ښايي بې مناسبته به نه وي كه دې مطلب ته اشاره وكړم چي يوه ورځ مي د ايران په ټلويزيون كي يو آخوند تر سترگو شو چي ويل ئې: كله چي د آدم عليه السلام په كالبوت كي روح پو شوه او راژوندى شو نو لومړۍ خبره ئې دا وه: يا علي! كله چي نوح عليه السلام په كښتۍ كي سورېدو وئې ويل: يا علي! كله چي ابراهيم عليه السلام اور ته لوېدو وئې ويل يا علي!! او... او... او كله چي پيغمبر عليه السلام د معراج په شپه له اوومه آسمانه تېر او عرش ته نږدې ورسېد يو غږ ئې واورېدو او وئې ويل: يا الله دا ته يې كه دا علي؟ له هغې خوا ورته وويل شو: دا زه يم خو ما د زمكي پر سر تر علي غوره انسان پيدا نه كړ چي د هغه په غږ له تا سره خبري وكړم!!!! دا نن چي تاسو ايران ته ولاړ شئ نو وبه گورئ چي څوك كومي خوني ته ننوځي نو وايي: يا علي! چي له ځايه پاڅېږي وايي: يا علي!! له علي رضي الله عنه مرسته غواړي، له هغه چا چي جومات ته په داسي حال كي روان وو چي يو قسي القلب دښمن ورته په كمين كي ناست وو، دى ترې خبر نه وو، تر بريد لاندي راغى، په زهرجني توري زخمي شو او په شهادت ورسېدو، لمسيان ئې په كربلا كي د يزيد د بې رحمه لښكر په لاس شهيدان شول، نه هغوى ځان وژغورلى شو او نه علي رضي الله عنه د دوى مرسته وكړى شوه!! څوك چي په خپل ژوند كي د ځان مرسته ونه كړى شي له مرگ وروسته به څنگه د بل مرسته وكړى شي!! په خداى قسم چي كه د علي رضي الله عنه په وړاندي چا دا خبري كړې وى چي شيعه گان ئې كوي يا ئې ده ته منسوبوي؛ نو په خپلي توري به ئې د هغه سر ترې غوڅاوو!! كه داسي كتاب ئې ليدلى وى نو تنور ته به ئې غورځاوو، ده ته منسوب دروغجني او جعلي خبري خو پرېږده د خپلو اصلي خبرو په اړه به ئې ويل: دا زه څوك يم چي د قرآن په شته والي كي او د پيغمبر عليه السلام د احاديثو په موجوديت كي زما اقوال راغونډوئ، په هغه استدلال كوئ او هغه د خپل مذهب بنسټ گرځوئ، ما له قرآن پرته او د پيغمبر عليه السلام له قول پرته بله خبره نه ده كړې!! ما له ابوبكر، عمر او عثمان رضي الله عنهم سره صادقانه بيعت كړى، تل مي په دوى پسې لمونځ كاوو او په صداقت سره مي د دوى اطاعت كړى!! ما هيڅكله نه دي ويلي چي د مخكنيو خلفاوو په ټاكني خفه وم، ما نه دي ويلي چي (تقيه) مي كوله، په ستوني كي مي هډوكى نښتى وو، څه مي نه شو ويلى او خپلي خبري مي په زړه كي ساتلې، ما منافقت نه دئ كړى، ما ځان ته امارت نه دئ غوښتى، زه د عثمان رضي الله عنه په شهادت د خپل زوى تر شهادت زيات خفه شوى يم، زه د مسلمانانو وحدت غواړم، څوك چي زما په نامه د مسلمانانو تر منځ د اختلاف او تفرقې باعث كېږي، هم زما دښمن دئ او هم د اسلام دښمن، زه د الله تعالى په وړاندي له هغه چا خپل برائت اعلانوم چي زما او زما د اولاد په قبرونو قصرونه جوړوي، له هغوى مرستي غواړي، د دعاگانو د اجابت وسيله ئې گڼي، له دې قبرونو ئې د جاهلو خلكو د غولولو دام جوړ كړى، امامت زما د اولاد منصوصي حق گڼي او په دې سره په اسلامي امت كي اختلاف راولاړوي!! خو ما ليدل چي د دغه جاهل آخوند همدغو مسخره خبرو ته ځينو جاهلو او غولېدلو اوښكي تويولې!!
آيا دې ته مو توجه كړې چي څنگه نن د هري كليسا په هر دېوال د عيسى عليه السلام هغه مجسمه ترسترگو كېږي چي په صليب ئې ځوړند ښيي، په لاسونو او پښو ئې مېخونه ټك وهل شوي، وجود ئې تغمې تغمې، زخمي زخمي او په وينو سور؟ له مجاور ئې پوښتنه وكړه چي دا څوك دئ؟ ولي په داسي دردوونكي حالت كي ښودل شوى؟ ځواب ئې دا دئ: دا مسيح، د خداى زوى او په خپله خداى دئ، زمكي ته راغلى وو، د خپلو بندگانو د ژغورني لپاره!! پوښتنه وكړه: مگر څوك كولى شي چي خداى په دار كړي، په لاسونو ئې مېخونه ټك وهي، په درو ئې ووهي؟ ځواب ئې دا دئ: هيڅكله نه، ده په خپله ځان قربانۍ ته وړاندي كړ، چي زموږ د گناهونو فديه وركړي او د قيامت په ورځ د ده ټول منونكي له مؤاخذې او مجازات پرته مخامخ جنت ته ولاړ شي!!
او دا همغه څه دي چي تاسو به ئې د هر شيعه په كور كي، د دوى په تكيه خانو كي او د دوى په مذهبي غونډو او جلسو كي وگورئ او د دوى له جاهلو آخوندانو به ئې واورئ، توپير ئې فقط دا دئ چي د مسيح پر ځاى به د امام حسين نوم واورئ!! په هر كور كي به د ذوالجناح (د حسين ﷻ آس) عكس په وينو سور ځوړندوي، په خپلو جلوسونو كي همداسي آس د ټولو وړاندي روانوي، يقيناً چي دا جاهلانه دود ئې له مشركو مسيحيانو تقليد كړى.
حسين رضي الله عنه د ظالم او مفسد يزيد په ضد غږ اوچت كړ، د كوفې خلكو د ملگرتيا ډاډ وركړ، خو دى ئې د كربلا په ميدان كي يوازي پرېښود، زړه ئې له ده سره خو توري ئې له يزيد سره شوې، د خپلي كورنۍ له اوياوو كسانو سره په شهادت ورسېدل، خو كله چي د يزيد واكمني پاى ته ورسېده، اقتدار د ده د كورنۍ د مخالفينو په لاس كي پرېوت، نو حسين رضي الله عنه نه يوازي په خپله له شهادت وروسته امام حسين شو، بلكه امارت د ده د اولادې الهي مسلم حق، نه يوازي د ده په قبر زيارت جوړ شو، بلكه د ده د پلار علي رضي الله عنه لپاره هم په دغه وخت كي قبر په گوته شو او د وخت حاكم ورباندي زيارت جوړ كړ، قبر ئې هم د وخت حاكم د يوه (خوب او رؤيا) په ترڅ كي وموندو، تر دې وخته ئې قبر هيچا ته نه وو معلوم، له دې نېټې وروسته نه يوازي په نجف كي بلكه په ډېرو نورو ځايونو كي هم د ده په نامه زيارتونه جوړ شول، په مزار شريف او د كابل په كارته سخي كي هم!! چا چي يزيد ته د امام حسين رضي الله عنه د وژلو فتوى وركوله د يزيد له تلو وروسته د دې زيارتونو مجاور شو، د چا چي توري له يزيد سره وې اوس د كربلا د پيښې په ياد خپلي سينې په زنځيرونو وهي، توري جامې اغوندي او وير كوي!! همدا كسان د ده اولاد يوازني حقيقي امامان گڼي او يو پنځه كلن لمسى ئې داسي امام زمان گڼي چي خداى ته په خپلو دعاگانو كي وايي: خدايه! امام زمان له موږ راضي كړه، خدايه! د قيامت په ورځ مو د امام زمان په وړاندي شرمنده نه كړې، خدايه! زموږ دعاگاني امام زمان ته ورسوه!! اوس نو خداى د امام زمان قاصد شو، خداى د امام زمان په دربار كي يو شفيع شو، له هغه دا غواړي چي د امام زمان په وړاندي د دوى شفاعت وكړي!! دا امام زمان پنځه كلن ماشوم وو چي له خپله كوره غائب شو، نه ئې تر دې وخته د شهادت كلمه زده وه، نه ئې يو ركعت لمونځ كړى، نه ئې روژه نيولې، نه په قرآن پوهېدو، ... خو سره له دې د خلكو لارښود او امام شو!! چا امام كړ؟ خداى، چا درته وويل چي خداى د خلكو لپاره يو پنځه كلن ماشوم امام ټاكلى؟ فوراً درته وايي: داسي خبري مه كوه چي كافر كېږې!! امام او لارښود خو هغه چا ته وايي چي د خلكو مخي ته روان، په لمانځه كي ورته مخكي او په ژوند كي ئې لارښود وي، غائب كس ته د امام لقب كارول يوه مغالطه ده، الله تعالى به څنگه د خلكو لپاره غائب امام ټاكي؟!!
چا چي له قصرونو او د قصرونو له واكمنانو كركه لرله، هر قصر ئې د ظلم نښه گڼله او ويل ئې "ما هيڅ قصر ونه ليد مگر د هغه خوا كي مي د چا تلف شوى حق وليد"!! په همدې جرم له مخالفتونو سره مخامخ كېدو او چا چي هر جگ قبر ړنگاوو، اوس د دوى له قبرونو داسي قصرونه جوړ شوي چي نه فرعون په خپل ژوند كي درلود، نه نمرود او نه يزيد. عجيبه ده، عجيبه؛ د ژوندي لپاره قصر حرام دئ او د مړي لپاره جائز او د ثواب كار!! ستاسو دا د قبرونو پر سر ستر ستر قصرونه په جگ غږ شهادت وركوي چي ستاسو مذهب په ظلم، جهل او خرافاتو ولاړ دئ!! آيا دا ستر ظلم نه دئ چي له بې وزلو، غم ځپلو، حاجتمنو خو ساده لوح او دوكه شوو ديندارانو شكرانې او نذرانې تر لاسه كوئ، لويه برخه ئې ستاسو د آخوندانو په جيبونو كي لوېږي، بله برخه پر دغو قصرونو او د دې لپاره لگول كېږي چي هيبت ئې زيات شي او دا ساده لوحان لازيات پرې وغولول شي، يقيناً چي دا دواړه قصرونه (هم د واكمنانو قصرونه او هم د قبر پر سر قصرونه) په همدې موخه جوړېږي، چي د خاوند او مجاور هيبت او كرامت ستر او لوړ ثابت كړي او جالب دام ترې جوړ شي!!  
هو؛ په كربلا كي ستر جنايت وشو، دردوونكى او نه هېرېدونكى، خو كاش تا د كربلا د دردوونكې پېښي ترڅنگ هغه توره ورځ هم غندلى چي كربلا او نجف صليبي ځواكونو اشغال كړل او په لسگونو زره مظلوم عراقيان، د امام حسين د جد امتيان، په خپلو وينو كي ورغړېدل، خو دا دئ برعكس گورو چي د نجف مجاور (آيت الله العظمى سيستاني!!!) په لندن كي معالجه كېږي او عراق ته له راستنېدو وروسته د نجف او كربلا كنجيانې امريكايانو ته سپاري!! ما ته ووايه: دا د آيت الله كار دئ كه د آيت الشيطان؟!! ما ته ووايه: داسي له مبالغو ډك القاب كارول جائز دي، د قرآن آيت ته يوازي آيت ويل او يوه سفيه آخوند ته د آيت الله العظمى لقب وركول څنگه توجيه كوې؟ اسلام خو د شخصيت پالني ټغر ټولوي او د داسي القابو له كارولو په كلكه ممانعت كوي، قرآن رسول الله ﹽ ته د عبد الله نوم غوره كوي، د مخكنيو سترو سترو شخصيتونو په اړه، د ابراهيم عليه السلام په شمول، وايي:
7ù=Ï? ×p¨Bé& ô s% ôMn=yz ( $olm; $tB ôMt6|¡x. Nä3s9ur $¨B óOçFö;|¡x. (  wur tbqè=t«ó¡è? $£Jtã (#qçR%x. cqè=yJ÷èt ÇÊÍÊÈ                        البقرة: 134
دا يوه ډله وه چي تېره شوه، دوى ته خپلي لاس ته راوړنې دي او تاسو ته خپلي (دوى به د خپلو كړو وړو بدله ترلاسه كوي او تاسو د خپلو كړو وړو)، له تاسو نه دا پوښتنه نه كېږي چي هغوى څه كول؟!!
يعني هر څوك به د خپلو عملونو په اړه پوښتل كېږي، نه يو د بل ځواب وركولى شي او نه يو د بل د كړو وړو په وجه مكافات او مجازات كېږي!! او دا د ټولو هغو خلكو په خولې ستر او سخت گوزار دئ چي په نسلي امتيازاتو باور لري او گمان كوي چي معنوي او مذهبي مقام او منزلت يو داسي موروثي توكى دئ چي له پلاره اولاد ته انتقالېږي،  د اسلام دغو لارښوونو ته په پام سره صحابه وو به يو بل په فقط په خپلي كنيې ياداوو، عمر بن الخطاب، علي بن ابي طالب، امير المؤمنين، خليفة المسلمين په څېر نومونه ئې كارول، چا ته ئې د شهنشاه، ملك، قاضي القضات، حضرت آيت الله العظمى، حجة الاسلام و المسلمين، او دې ورته له مبالغو ډك القاب ونه كارول، په داسي القابو د چا ستاينه ئې حرام گڼله. دغه مبالغې دي ته چي په شرك منتهي كېږي، نن څوك د تملق او غوړه مالي په توگه وكاروي، سبا جاهلان پرې دوكه شي او د شرك په ډنډ كي پرېوځي.  
مسيحي د عيسى عليه السلام مذهب هېر كړ او د ده د مجسمې لمانځل ئې مذهب شو او ده د امام حسين د جد دين ته شا كړه، د امام حسين د قبر لمانځل ئې مذهب شو. گورئ چي مسيحي د صليب طوق په غاړه گرځوي او دا د كربلا له خاوري د جوړ شوي مهر ټاپې په خپل تندي!!
سياست كله له پيغمبر د مذهب باغي جوړ كړي او كله له ديندار باغي خداى!! كه د ټگمارو مذهبي مشرانو او د مكارو سياستمدارانو مكرونه عجيب دي، نو تر دې د هغه چا سفاهت د لازيات حيرت او تعجب وړ دئ چي د دوى د مكر په دام كي پرېوځي او (دروغ) د (مذهب) په نامه مني!! خو نه؛ ترڅو چي دنيا وي، ساده لوح او سفيه انسانان به هم وي او د ټگمارو په دام كي به د دوى پرېوتل هم!! كه سامري له سخوندر معبود جوړولى شي او هندو له غوا، كه د يهودو ملايان د يوه واكمن په دربار كي مريم په زنا متهموي او زوى ئې ساحر گڼي، خو د بل واكمن په دربار كي ئې دا د خداى مور گڼي او زوى ئې د خداى زوى، نو له پنځه كلن غائب ماشوم امام زمان جوړول او خداى د ده قاصد گڼل هم ډېره نادره خبره نه ده!! نو په دې هم ډېر تعجب مه كوئ چي څنگه يوه داسي كس ته له مرگ وروسته د امام لقب وركوي (امام رضاء ئې بولي) چي له بل سره ئې بيعت كړى او د هغه تر امامت لاندي ئې په دولت كي كار كړى، وايي: دا د دې لپاره چي هغه (تقيه) كوله، (تقيه) خو د ثواب ستر كار دئ، هومره چي تر شهادت ئې هم اجر زيات دئ!! تقيه يعني (مذهبي خدعه) نه يوازي جائزه ده بلكه د ثواب موجب!! په دې هم حيرت مه كوه چي ولي به هغه څوك په خپله د زهرو جام څښي چي په غيب پوهېږي، همغه كار چي وايي امام كاظم وكړ!! او عالم الغيب به ولي په داسي خلكو اعتبار كوي چي د اعتبار وړ نه دي او دى به په ميدان كي يوازي پرېږدي او ولي به هغه څوك له خپل ملك شړل كېږي چي (متصرف الامور) ئې گڼي او د (حاجتونو د تر سره كېدو مرجع) ئې بولي، څوك چي په خپل ژوند كي نه خپل مشكلات حل كولى شي او نه د خپلو ملگرو، نو له مرگ وروسته به څنگه د ژونديو ستونزي حل كړي؟
مسيحيان د عيسى عليه السلام بيا راتلو ته منتظر دي، خو كه هغه راغى نو تر هرچا د مخه به دوى د ده مخالفت كوي، د خپلو پلرونو په څېر به د هغه د وژلو لپاره ملا تړي، پلرونو ئې له دې كبله د ده د وژلو هوډ وكړ چي دى يو انسان دئ، نه له ځانه دفاع كولى شي او نه له خپلو ملگرو، د خداى پيغمبر خو بايد داسي نه وي، بايد فرشته وي او د سترگي په يوه رپ او د گوتي په يوې اشارې سره بايد زمكه او آسمان وخوځولى شي او د دوى اوسني زامن به ئې هم دروغجن گڼي ورته وايي به: ته هغه عيسى نه يې چي موږ ورته منتظر وو، ته يو عادي انسان يې، عيسى خو د خداى زوى دئ او په مټو كي ئې د خداى زور. يهودان مسيح ته منتظر وو خو چي مسيح راغى منتَظَر مسيح ئې ونه گاڼو او ايمان ئې پرې رانه ووړ!!
كه دا نن هغه امام زمان راشي چي ځيني ورته منتظر دي او ووايي: د زمانې د فرعون او د وخت د يزيد په خلاف قيام وكړئ، له اسلام دفاع ته چمتو شئ، خپل هېواد د صليبي ځواكونو له سلطې آزاد كړئ، نو وبه گورئ چي تر هر چا د مخه ئې هغه څوك مخالفت وكړي چي نن وايي : عجل الله فرجه الشريف: خداى دي د ده راوتل رانږدې كړي!! دغه خلك به ورته وايي: ته خو هغه امام زمان نه يې چي موږ ئې په انتظار كي وو، ته خو له موږ مرسته غواړې او له هغه خو به موږ مرسته غوښته!! ته موږ قيام او جهاد ته رابلې، حال دا چي امام زمان خو د يوې گوتي په خوځولو سره زمكه او آسمان خوځولى شي!!
بايبل د يهودانو د ستر او فاتح پاچا او په ټولي نړۍ د اسرائيليانو د غلبې او برلاسي خبري كوي او وايي: په دې وخت كي به د داؤد د كورنۍ او د اورشليم د خلكو لپاره داسي چينه وبهېږي چي دوى به له ټولو ناپاكيو او گناهونو پاك كړي!!! د بتانو عبادت به پاى ته ورسېږي، زمكه به له دروغجنو انبياوو او فال نيونكو پاكه شي، انبياء به له نبوت (د جذبې نڅا) شرمېږي (بايبل انبيا داسي معرفي كوي لكه زموږ اوسني ملنگان چي د قوالي سندرو ته څڼې غورځوي هغوى به دغسي د جذبې نڅا كوله او همدغه نڅا به ئې د نبوت په نامه يادوله) او د خلكو د غولولو لپاره به د انبياوو جامه نه اغوندي!! هر يو به وايي: زه نبي نه يم، بزگر يم، له ځوانۍ تراوسه مي دنده بزگري ده!! او كه پوښتنه ترې وكړې چي دا د بدن زخمونه دي څه وايي؟ ځواب به وركړي: له دوستانو سره په نښتي كي زخمي شوم!!! (د بايبل په حاشيه كي د دې زخمونو په اړه راغلي: دروغجنو انبياوو به خپل بدن زخمي كاوو، د تفصيل لپاره ئې د لومړيو پاچايانو كتاب ته مراجعه وكړئ!!) او دا همغه كار دئ چي شيعه ئې د عاشوراء په ورځ كوي!!!
دا عجيب اعتراف دئ، د بايبل د دروغجنو انبياوو حقيقت ئې په ډېره دقيقه توگه انځور كړى او ښيي چي دوى په خپلو جامو خلك غولوي، جذبه كېدل، نڅا او حتى ځان زخمې كول به ئې د اخلاص او خداى ته د قرب نښه گڼله!! ډېر شركي مذاهب په دې بيمارۍ اخته دي، شيعه وو هم د كربلا د پېښي په ياد ځان په زنځيرونو وهل او خپل سره پرهارونه خلكو ته ښودل له دوى زده كړي، د بايبل دا خبره صحيح ده چي د حق او الهي دين د غلبې په وخت كي د دغو دروغجنو انبياوو ټغر ټوليږي، خلك ئې په ماهيت پوهېږي، نور نه شي كولى په خپلي سپېڅلې جامې!! او خپلو دروغجنو وړاندوينو خلك وغولوي، نور به (د جذبې نڅا، مذهبي رقصونه)، د خداى د ذكر په نامه مستي كول، ساز سرود غږول، رقص او نڅا كول او دې ته د عبادت نوم وركول نه وي، نه به د هندوانو رياضتونه وي، نه د مسيح د زخمونو په نامه ځان زخمې كول او نه د كربلا په نامه ځان په زنځيرونو وهل، چا چي دا غلطي كړې وه ځان به تبرئه كوي!!
ما ته په بايبل كي له تحقيق وروسته دا معلومه شوه چي شيعه وو د خپل مذهب هغه عقايد او مراسم له كوم ځاى او كوم مذهب څخه اقتباس كړي چي په قرآن او حديث كي د هغه لپاره هيڅ مدرك او سند نشته، ما ته اوس څرگنده شوې چي دوى له بايبل څخه لاندي شيان اقتباس كړي:
  • په غائب او منتَظَر امام باور او دا گمان كول چي هغه به راځي، اقتدار به شيعه وو ته سپاري او د دوى ټول دښمنان به له منځه وړي!! همغسي لكه يهودان او مسيحيان چي خپل خپل مسيح ته منتظر دي.
  • امام زمان د خداى نائب او په كون او عالم كي متصرف گڼل او دا عقيده درلودل چي امامان په خپل ژوند كي هم او له مرگه وروسته هم د خداى او بندگانو ترمنځ واسطه دي، د دوى له لاري خداى ته د انسان دعاگاني رسي او خداى د دوى په شفاعت دعاگاني او عبادتونه قبلوي. دوى خبره هغه حد ته رسولې چي د خپلو مړو امامانو د قبرونو خوا ته خپلي ليكلې عريضې غورځوي او جواب ته ئې انتظار كوي!! د ايران پخواني جمهور رئيس رفسنجاني د منبر په سر او د جمعې د ورځي په خطبې كي وويل: موږ له امام زمان سره خطي رابطه لرو!!
  • امامت موروثي گڼل.
  • په دولسو امامانو عقيده درلودل، همغسي لكه مسيحيان چي د عيسى عليه السلام په دولسو حواريونو باور لري او يهودان دولس قبيلې لري.
  • خپل امامان عالم الغيب بلل او ډېري وړاندويني هغوى ته منسوبول.
  • سادات د لاويانو په څېر خاصه مذهبي طبقه او مذهبي مشري د دوى دنده گڼل، خمس او صدقات د دوى حق شمېرل. دوى او نورو مذهبي مشرانو ته د لاويانو په څېر خاصه مذهبي جامه ټاكل.
  • د كربلا په ياد وير كول او ځان په زنځيرونو زخمي كول، هغه هم د نورو په مخكي او د يوه مذهبي رقص په بڼي كي!!
  • په فال نيولو باور ساتل، خبره ئې دې حد ته رسولې چي قرآن ئې په ځانگړې بڼي كي داسي چاپ كړى چي د يوې پاڼي په سر ئې ليكلي: خوب (ښه) او په بلي (بد)، په پټو سترگو ئې د فال لپاره پرانېزي، كه د (خوب) پاڼه راووتله بختور دئ او كار ئې سم، بايد ډاډه وي چي ترسره كېږي او كه د (بد) پاڼه ئې مخي ته راغله نو بخت ورسره ياري نه كوي، له خپل هوډ دې لاس په سر شي!! حتى د حافظ شيرازي په كتاب همداسي فال نيسي!! دا په داسي حال كي چي پيغمبر عليه السلام فرمايي: چا چي د عراف، منجم او فال نيونكي په وينا باور وكړ، هغه قرآن ئې تكذيب كړى چي پر محمد نازل شوى.
عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من أتى عرافا أو كاهنا فصدقه فيما يقول فقد كفر بما أنزل على محمد صلى الله عليه وسلم
عاشوراء په رواياتو كي
راشئ وگورو چي په رواياتو كي د عاشوراء په ارتباط څه راغلي. په دې اړه د بخاري يو روايت دا دئ:
عَنْ عَائِشَةَ - رضى الله عنها - قَالَتْ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ ، وَكَانَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - يَصُومُهُ ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الْفَرِيضَةَ ، وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ ، فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ .
له عائشې (رضى الله عنها) روايت دئ چي وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشور په ورځ روژه نيوله او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به هم پدې ورځ روژه نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ نو بيا ئې هم دا ورځ روژه نيوله او نورو ته يې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژه فرض شوه نو د عاشوراء د روځي روژه ئې پرېښوده بيا د هر چا خپله خوښه وه چي پدې ورځ ئې روژه نيوله او که نه.
دا روايت په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1592 ، 1893 ، 2001 ، 2002 ، 3831 ، 4502 ، د دغو رواياتو تر منځ جدي او ژور توپيرونه او تعارضات تر سترگو كېږي، دومره چي يو په هغه صورت كي ترې غوره كولى شې چي نور ټول رد كړې، په ځينو كي ويل شوي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ ، وَكَانَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - يَصُومُهُ ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ په بل كي كَانُوا يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ رَمَضَانُ ، وَكَانَ يَوْمًا تُسْتَرُ فِيهِ الْكَعْبَةُ ، په بل كي صَامَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - عَاشُورَاءَ ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، په بل كي أَنَّ قُرَيْشًا كَانَتْ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فِى الْجَاهِلِيَّةِ ، ثُمَّ أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - بِصِيَامِهِ حَتَّى فُرِضَ رَمَضَانُ په بل كي كَانَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - أَمَرَ بِصِيَامِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَ ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ .  په بل كي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ ، وَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - يَصُومُهُ ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تَرَكَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ ، فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ ، وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ . په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَوْمًا تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ ، وَكَانَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - يَصُومُهُ ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ ، وَمَنْ شَاءَ لاَ يَصُومُهُ په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَصُومُهُ أَهْلُ الْجَاهِلِيَّةِ ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ « مَنْ شَاءَ صَامَهُ ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ » په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يُصَامُ قَبْلَ رَمَضَانَ ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ « مَنْ شَاءَ صَامَ ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ » په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - الْمَدِينَةَ ، فَرَأَى الْيَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ ، فَقَالَ « مَا هَذَا » . قَالُوا هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ ، هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ بَنِى إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ ، فَصَامَهُ مُوسَى . قَالَ « فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ » . فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . په بل كي - قَالَ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا ، قَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « فَصُومُوهُ أَنْتُمْ » په بل كي لَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ وَجَدَهُمْ يَصُومُونَ يَوْمًا ، يَعْنِى عَاشُورَاءَ ، فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ ، وَهْوَ يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ فِيهِ مُوسَى ، وَأَغْرَقَ آلَ فِرْعَوْنَ ، فَصَامَ مُوسَى شُكْرًا لِلَّهِ . فَقَالَ « أَنَا أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ » . فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . په بل كي أَنَّ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم - بَعَثَ رَجُلاً يُنَادِى فِى النَّاسِ ، يَوْمَ عَاشُورَاءَ « أَنْ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ أَوْ فَلْيَصُمْ ، وَمَنْ لَمْ يَأْكُلْ فَلاَ يَأْكُلْ په بل كي أَرْسَلَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - غَدَاةَ عَاشُورَاءَ إِلَى قُرَى الأَنْصَارِ « مَنْ أَصْبَحَ مُفْطِرًا فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ ، وَمَنْ أَصْبَحَ صَائِمًا فَلْيَصُمْ » . قَالَتْ فَكُنَّا نَصُومُهُ بَعْدُ ، وَنُصَوِّمُ صِبْيَانَنَا ، وَنَجْعَلُ لَهُمُ اللُّعْبَةَ مِنَ الْعِهْنِ ، فَإِذَا بَكَى أَحَدُهُمْ عَلَى الطَّعَامِ أَعْطَيْنَاهُ ذَاكَ ، حَتَّى يَكُونَ عِنْدَ الإِفْطَارِ . په بل كي قَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - يَوْمَ عَاشُورَاءَ « إِنْ شَاءَ صَامَ » په بل كي أَمَرَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - رَجُلاً مِنْ أَسْلَمَ أَنْ أَذِّنْ فِى النَّاسِ « أَنَّ مَنْ كَانَ أَكَلَ فَلْيَصُمْ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ ، فَإِنَّ الْيَوْمَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ » په بل كي أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ لِرَجُلٍ مِنْ أَسْلَمَ « أَذِّنْ فِى قَوْمِكَ - أَوْ فِى النَّاسِ - يَوْمَ عَاشُورَاءَ أَنَّ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ » په ځينو كي ويل شوي: مَا رَأَيْتُ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم - يَتَحَرَّى صِيَامَ يَوْمٍ فَضَّلَهُ عَلَى غَيْرِهِ ، إِلاَّ هَذَا الْيَوْمَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَهَذَا الشَّهْرَ . يَعْنِى شَهْرَ رَمَضَانَ !! په ځينو كي قَالَ دَخَلَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - الْمَدِينَةَ وَإِذَا أُنَاسٌ مِنَ الْيَهُودِ يُعَظِّمُونَ عَاشُورَاءَ وَيَصُومُونَهُ فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « نَحْنُ أَحَقُّ بِصَوْمِهِ » . فَأَمَرَ بِصَوْمِهِ . په بل كي قَالَ لَمَّا قَدِمَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - الْمَدِينَةَ وَجَدَ الْيَهُودَ يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ ، فَسُئِلُوا عَنْ ذَلِكَ ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى أَظْفَرَ اللَّهُ فِيهِ مُوسَى وَبَنِى إِسْرَائِيلَ عَلَى فِرْعَوْنَ ، وَنَحْنُ نَصُومُهُ تَعْظِيمًا لَهُ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ » . ثُمَّ أَمَرَ بِصَوْمِهِ . په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - الْمَدِينَةَ وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ . فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - لأَصْحَابِهِ « أَنْتُمْ أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْهُمْ ، فَصُومُوا » . په بل كي لَمَّا قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - الْمَدِينَةَ ، وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ ، فَسَأَلَهُمْ ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ ، فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ فَصُومُوهُ » په بل كي قَالَ صَامَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - عَاشُورَاءَ ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ . وَكَانَ عَبْدُ اللَّهِ لاَ يَصُومُهُ ، إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ . په بل كي د دې خلاف ويل شوي: كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا ، قَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « فَصُومُوهُ أَنْتُمْ » يعني يهودانو دا ورځ د عيد په توگه لمانځله او رسول الله ﹽ له هغوى د مخالفت ښودلو په توگه وويل چي تاسو روژه ونيسئ، او دا د ټولو نورو رواياتو خلاف دئ.
د دغو متعارضو رواياتو تر منځ تعارضات او توپيرونه دا دي:

ادامه

Tuesday, June 19, 2012

خاین ملي افغانستان را بشناسید!؟ رهین ایراني!!!!!!!









سيد مخدوم رهين از دیدګاه عده زیادی از افغان ها،يكي از عمال دايمي سازمان جاسوسي ايران در افغانستان بشمار رفته كه در تخريب هويت فرهنگي، سياسي و جغرافيايي افغانستان به نفع ايران فعاليت نموده است و می نماید. رهين و باجه اش قوي كوشان موسسين جريده مبتذل "اميد" بوده كه هدف عمده شان انداختن تفرقه بين افغانها و پياده نمودن فرهنگ بنياگرايي و آخوندي ايران ميباشد.
یکی از توطئه های ایران ، ناکامی برګزاری جلسه غزنی بعنوان پایتخت کشور های اسلامی در سال ۲۰۱۳ است که از طرف یونسکو انجام خواهد شد.
کارکرد برخی وزارت خانه ها برای آماده سازی ولایت غزنی در سال ۲۰۱۳ میلادی را به عنوان مرکز ثقافت اسلامی جهان ناکام بوده و بودجه های تصویب شده دراین زمینه از طرف وزارت اطلاعات و فهنګ و شهر سازی به یغما رفته است. وزارت های شهرسازی و اطلاعات و فرهنگ جهت اغوای اذهان عامه از آماده شدن تمام ابدات تاریخی این ولایت ظرف ۵ ماه دیگر خبر میدهند.
اعضای مجلس نماینده گان وزاری شهر سازی و اطلاعات و فرهنگ را در نشست فوق العاده ای برای ارایه پاسخ در مورد بازسازی ابدات تاریخی ولایت غزنی که از سوی یونسکو در سال ۲۰۱۳ میلادی بعنوان مرکز ثقافت اسلامی جهان معرفی شد فرا خوانده فعالیت این ادارات در غزنی را قناعت بخش ندانستند.
از سویی هم والی ولایت غزنی میگوید وزارت های مربوطه مسئولیت های خود را انجام نداده و این امر سبب شده این ولایت تا چند ماه دیگر برای برگزاری این محفل آماده نشود.
با این حال وزرای شهر سازی مسکن و اطلاعات و فرهنگ کشور با توجه به انتقادات شدید نمایند گان میگویند، آنان تلاش خواهند کرد تا ۵ ماه دیگر کارهای بازسازی در این ولایت را به پیش ببرند.
هرچند در سال ۲۰۰۷ میلادی شهر غزنی از سوی یونسکو به عنوان مرکز ثقافت اسلامی جهان در سال ۲۰۱۳ شناخته شد و پس از آن حکومت افغانستان هیچګونه تلاش های جدی برای احیای ابدات تاریخی این ولایت انجام نداده، نماینده گان ولسی جرګه افغانستان نیز میگویند با توجه به گذشت زمان فعالیت های موثری در این ولایت صورت نگرفته است.
دراین توطئه دست ایران و سود جویان افغان تحت بوشش وزارت های متذکره سعی دارند تا با استفاده از منابع پولی دریافت شده به نفع خود زر اندوزی نمایند و در سال ۲۰۱۳ ادعا نمایند که ګویا اوضاع امنیتی خوب نیست لذا این جلسه برګزار نمیګردد. و داشته ها و تاریخ پرعظمت غزنی یکبار دیګر به فراموشی سپرده شود.
وزارت اطلاعات و فرهنګ افغانستان تاکنون هیچ کار مؤثر را انجام نداده است. تا بحال یک کتاب در مورد تاریخ غزنی، مشاهیر و دانشمندان دوره غزنوی، موزیم ها، برنامه های فرهنګی، فلم، و امثال آن تولید نګردیده و از لحاظ تبلیغاتی اصلا کار صورت نګرفته است. همزمان با آن هیچ اثر تاریخی این دوره مرمت کاری و بازسازی نشده است. ما تا هنوز یک جای مناسب برای برګزاری این جلسه در غزنی نداریم. و صد ها مطلب دیګری که در این اینجا ګنجایش ندارد تا در مورد بحث صورت ګیرد.
در حقیقت وزارت اطلاعات و فرهنګ خیانت ملی را مرتکب شده و باید دست اندرکاران فرهنګی و مجلس نماینده ګان و دولت افغانستان دراین زمینه توجه جدی نموده و آنرا بی ګیری نمایند.
بعقیده اکثر کارشناسان فرهنګی، تا زمانی که آقای رهین منحیث نماینده ایران کرسی وزارت اطلاعات و فرهنګ را در قبضهء خود داشته باشد، افغانستان در ګرو اندیشه های غاصبانه و چپاولګرانه ایران مصیب های بزرګی را متحمل خواهد شد.

Thursday, May 21, 2009

دمذاکراتوپه هکله د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه : ٢۱ / ٢ / ١٣٨٨

دمذاکراتوپه هکله د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

نن د هیواد په مطبوعاتو او رسنیو کې د افغانستان ددولت له اړخه د حزب اسلامي امیر محترم انجنیر ګلب الدین حکمتیار ته په حکومت کې د ګډون د بلنې دورکولو او د حزب اسلامي او دولت تر منځ د خبرو اترو په هکله یو راپور خپور شوې .

دا په داسې حال کې چې حزب اسلامې د افغانستان اوسنې رژیم د امریکا د اشغالګرو ځواکونو یوه برخه ګڼي چې دهمدې ځواکونو تر مستقیمي قوماندې لاندې کار کوي ، نه خپل واک لری او نه د خبرو اترو له پاره متقابل اړخ جوړیداې شي . په دې اساس ددې رژیم سره دداسې خبرو اترو پوښتنه هم نه را پیدا کیږی . دا ډول افواهات خپرول ، کیداې شی د اشغالګرو ځواکونو د لاس پوڅو د انتخاباتې کمپاین یوه برخه وی .

په داسې حال کې چې حزب اسلامي تل دسیاسي خبرو اترو دروازه پرانستې پری ایښې او غواړې د ذیدخله اړخونو سره د خبرو اترو له لارې د خپل هیواد اوسنۍ غمیزه پاې ته ورسوي خو په اوسني وخت کې حزب اسلامي د داسې کوم اړخ سره نه خبرې لری او نه په داسې خبرو اترو باور .

حزب اسلامي افغانستان لکه څنګه چې پخوا څو څو ځله اعلان کړی یو ځل بیا اعلانوی چې د هیواد د ستونزې دحل له پاره دې اړتیا ده چې بهرنې اشغالګر ځواکونه د یوه ټاکلي مهال ویش له لارې د هیواده ووځې ،او افغانان د خپل منځې خبرو اترو له لارې یو بې پرې حکومت جوړ کړې او دهمدې حکومت له لارې دې ټولټاکنې تر سره شی . تر څو دهمدې ټولټاکنو له لارې د هیواد سیاسي قیادت منځته راشي .

په درنښت:

د حزب اسلامي افغانستان د سیاسي دفتر

افغانستان نېټه : ٢۱ / ٢ / ١٣٨٨

Saturday, April 25, 2009

پټي توطئې (د مسكو پيغامونه)ه)

د مسكو پيغامونه

مسكو د خپلو هيئتونو په ذريعه او له ډېرو نورو لارو نه موږ ته پدې مرحله كي گڼ شمېر پيغامونه ولېږل، يو ځل گرباچوف خپل ډېر اعتمادى مشاور، د خبرو آترو لپاره د مسكو د رسمي پيغام د انتفال لپاره پاكستان ته راولېږو، په اسلام آباد كي د حزب د نمايندگي په دفتر كي مي لده سره ليدنه كتنه وشوه. د هغه دخبرو لنډيز داسي وو:

1 گرباچوف په كلكه تصميم نيولى چي شوروي فوځونه حتماً له افغانستان څخه و باسي، پدې كي هيڅ شك مه كوي.

2 روسي جنگي اسيران موږ ته وسپاري، دا كار به دگرباچوف دريځ د هغو ځواكونو په خلاف پياوړى كړي چي په افغانستان كي د شوروي فوځونو د پاتې كېدو پلويان دي.

3 بايد د وطن له گوند سره چي كافي بدلونونه پكي راغلي او سابقه كمونستي تگلاره ئې پرېښي، گډ حكومت جوړ كړي، موږ پدې هكله ستاسو ترمنځ وساطت كولى شو.

4 كه د وطن گوند په اقتداركي شريك نه وي څنگه به د دې گوند د غړو ژوند تضمينوو؟

5 - موږ نشو كولى د وطن گوند ټولو غړو او د نجيب د حكومت دومره لوى شمېر پلويانو ته پناه وركړو، دوى بايد په خپل هېواد كي په ډاډ او اطمئنان سره پاتې شي.

6 آيا مسكو د شوروي فوځيانو د وتلو نه وروسته له افغانستان سره د خپلي عنعنوي دوستي په دوام حساب كولى شي؟

7 آيا په افغانستان كي خو به د شوروي اتحاد په خلاف د دښمني او مخالفت اډه نه جوړېږي؟

8 لدې سره ئې زياته مينه وه چي پوه شي آيا د مسكو ـ كابل ترمنځ دوستانه تعلقات مخصوصاً د وسلو پلورلو په ارتباط به په خپل سابقه حال پاتې وي كه نه؟

چى كله ما په خبرو پيل وكړ، پدې پلمه زما خوا ته رانږدې شو چي گواكي په كومي جگړي كي ئې د غوږ پردې صدمه ليدلى او له لېري نه خبره نه اوري! زما د ځوابونو خلاصه دا وه:

1 - دفوځونو وتل تر هرچا د مخه ستاسو په گټه ده.

2 د فوځونو د وتلو په مهال وېش او د افغانستان د بحران د حل لټولو لپاره بايد تاسو له مجاهدينو سره خبرو ته ناست وى نه له هغه چا سره چي د مجاهدينو ترجماني او نمايندگي نشي كولى.

3 د وطن له گوند سره ائتلافي حكومت جوړول نه عملي او ممكن كار دى او نه د بحران د حل لار، چا چي تاسو ته د داسي ائتلاف د امكان په هكله اطمئنان دركړي وي، د افغانستان د حاكم ذهني او عيني وضعيت په هكله ئې بې بنياده او غلط راپور دركړي.

4 موږ عمومي عفوه اعلان كړي، د وطن گوند دي له همدې عفوى نه استفاده وكړي، د دوى لپاره همدا امتياز كفايت كوي، پدې اړه تفاهم كېدى شي.

5 - د دې خبري سل په سلو كي اطمئنان دركوو چي افغانستان به ستاسو په خلاف د امريكا په نظامي اډې نه بدلېږي.

6 - د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د راتلونكو اړيكو څرنگوالى د مسكو په چلند او دريځ پوري اړه لري، كه مسكو په خپل سياست كي تجديد نظر وكړي، تېر اشتباهات جبران كړي، ديوه خاص ټولگي په ځاى د ټول افغان ولس سره دوستي وغواړي، پدې صورت كي مسكو د افغانستان په دوستي حساب كولى شي.

7 جنگ ځپلي، خوار افغانستان ته د خپلو ټولو زړو وسلو په نوو وسلو بدلول، هغه هم په لنډه موده كي ناشونى كار دى.

8 د جنگي اسراوو په هكله به موږ له مشورى نه وروسته تاسو ته د خپل تصميم اطلاع دركړو.

9 د افغانستان د بحران د حل يوازنۍ عملي لار دا ده چي قدرت يوه داسي مؤقت غيرائتلافي حكومت ته انتقال شي چي كابينه ئې له غيرمتنازع فيها دريمگڼو شخصيتونو نه جوړه شوې وي او بيا انتخابات تر سره شي.

وتل

بالآخره د روسي فوځونو و تل پيل شول، كابل او نورو مراكزو ته د خورو ورو قطعاتو د راغونډولو او بيا په لويو لويو قطارونو كي د شمال او سرحد په لوري د هغوى د لېږدولو په دوران كي، دلارو په دواړو خواوو كي د مجاهدينو په مراكزو مسلسلى او درنې بمبارۍ كېدې، خو لدې سره سره مجاهدينو هغوى آرام نه پرېښودل او پرله پسې حملې ئې ورباندي كولې، دې حالت هرستنېدونكي روسي فوځي ته د جگړي د پاى د څرنگوالى، د روسي فوځونو د وتلو د لاملونو او د دوى په نسبت د افغان ولس د احساس جامع تصور وركولو او پدې ئې پوهول چي د روس ملت او واكدارانو ته د افغان ولس پيغام، د گلونو په هغو آميلونو كي چي په كابل كي د روسي افسرانو په غاړه كي وليدل او يا د گلانو په هغو گيډيو كي چي افغاني كمونستانو د دوى په ټانكونو ايښودل تمثيل كېده او كه د گوليو په هغه باران كي چي د وتلو په وخت او د لارو په اوږدو كي د مجاهدينو له خوا پدوى ورېدي؟ ښايي د مجاهدينو د دغه واقعى استقبال په وجه وو چي كله د 1988 كال د فبرورى په 15 آخري روسي فوځي د افغانستان له پولى نه د شوروي اتحاد په لوري تېرېدو نو شا ته ئې د كتلو شوق نه درلود او د فوځونو قومندان اعلان وكړ چي روسان به بيا افغانستان يا بل پردي هېواد ته د فوځونو د لېږلو غلطى تكرار نكړي!! كه د وتلو په وخت كي يوازي د گلونو په شيندلو او د گلونو په گيډيو او آميلونو استقبال شوي وى او د لاري په اوږدوكي ئې پرله پسې گولى د غوږونو څنگ ته نه وى تېري شوې، ممكن د دې خبري د كولو ضرورت ئې نه وى احساس كړي

په هغه ورځ چي كله دا خبره د دنيا د ټولو راډيوگانو په څپو كي اعلان شوه چي دا دى د روسي فوځونو آخري فرد، د افغانستان له پولى نه واوښت په ما عجيب حالت راغي، د شكرسجده مي په ځاى كړه، څو ركعته لمونځ مي وكړ، مسلسل او ټوله ورځ مي له سترگو نه بې اختياره اوښكي بهېدى، دا نه د خوشحالۍ اوښكي وې نه د خپل شهيد پلار، وروڼو او همسنگرو شهيدانو د رايادولو اوښكي او نه هم د دې آرمان اوښكي چي كاش زموږ شهيدان ژوندي وى او د برى دا صحنه ئې په خپلو سترگو ليدلې وى، بلكي دا د رحمان رب د وسيع او بې انتهاء پيرزويني له احساس نه راخوټېدونكې د شكر اوښكي وي، ما په خپل ټول وجود سره او د زړه په سلول سلول سره د هغه لوى آرمان د ترسره كېدو ننداره كوله چي هر چا ته ناشونى معلومېدو، خو زما زړه تل گواهى راكوله چي دا آرمان به تر سره كېږي، د زړه دا ډاډمن شهادت به مي تل په غونډو، ويناگانو، ليكونو كي په وار وار څرگندېدو او ويل به مي چي روسي فوځونه به حتماً زموږ له هېواد نه په وتلو مجبورېږي، نن هماغه خبره رښتونې شوې وه.

زه ډېر ماشوم وم، خوكله چي پوه شوم د روم او فارس په شان دوه ستري امپراطورۍ د پيغمبر عليه السلام په لاس نسكورى شوي، ما الله ته دا دعا پيل كړه او تل به مي د هر لمانځه نه وروسته تكراروله چي (خدايه په ما د روس او امريكا زوال وگورې او په زوال كي ئې ما ته لويه ونډه راپه برخه كړې) نن د خپلي هغي زړى مكررى دعا د يوې برخي د تحقق او اجابت شاهد وم. پدې خاطر مي له سترگونه د شكر اوښكي بهېدي، اميد مي دا دى چي، د دعا گانو منونكى رب، زما د دعا هغه دوهمه برخه هم ترسره كړي.


پټي توطئې (د مسكو پيغامونه)ه)

د مسكو پيغامونه

مسكو د خپلو هيئتونو په ذريعه او له ډېرو نورو لارو نه موږ ته پدې مرحله كي گڼ شمېر پيغامونه ولېږل، يو ځل گرباچوف خپل ډېر اعتمادى مشاور، د خبرو آترو لپاره د مسكو د رسمي پيغام د انتفال لپاره پاكستان ته راولېږو، په اسلام آباد كي د حزب د نمايندگي په دفتر كي مي لده سره ليدنه كتنه وشوه. د هغه دخبرو لنډيز داسي وو:

1 گرباچوف په كلكه تصميم نيولى چي شوروي فوځونه حتماً له افغانستان څخه و باسي، پدې كي هيڅ شك مه كوي.

2 روسي جنگي اسيران موږ ته وسپاري، دا كار به دگرباچوف دريځ د هغو ځواكونو په خلاف پياوړى كړي چي په افغانستان كي د شوروي فوځونو د پاتې كېدو پلويان دي.

3 بايد د وطن له گوند سره چي كافي بدلونونه پكي راغلي او سابقه كمونستي تگلاره ئې پرېښي، گډ حكومت جوړ كړي، موږ پدې هكله ستاسو ترمنځ وساطت كولى شو.

4 كه د وطن گوند په اقتداركي شريك نه وي څنگه به د دې گوند د غړو ژوند تضمينوو؟

5 - موږ نشو كولى د وطن گوند ټولو غړو او د نجيب د حكومت دومره لوى شمېر پلويانو ته پناه وركړو، دوى بايد په خپل هېواد كي په ډاډ او اطمئنان سره پاتې شي.

6 آيا مسكو د شوروي فوځيانو د وتلو نه وروسته له افغانستان سره د خپلي عنعنوي دوستي په دوام حساب كولى شي؟

7 آيا په افغانستان كي خو به د شوروي اتحاد په خلاف د دښمني او مخالفت اډه نه جوړېږي؟

8 لدې سره ئې زياته مينه وه چي پوه شي آيا د مسكو ـ كابل ترمنځ دوستانه تعلقات مخصوصاً د وسلو پلورلو په ارتباط به په خپل سابقه حال پاتې وي كه نه؟

چى كله ما په خبرو پيل وكړ، پدې پلمه زما خوا ته رانږدې شو چي گواكي په كومي جگړي كي ئې د غوږ پردې صدمه ليدلى او له لېري نه خبره نه اوري! زما د ځوابونو خلاصه دا وه:

1 - دفوځونو وتل تر هرچا د مخه ستاسو په گټه ده.

2 د فوځونو د وتلو په مهال وېش او د افغانستان د بحران د حل لټولو لپاره بايد تاسو له مجاهدينو سره خبرو ته ناست وى نه له هغه چا سره چي د مجاهدينو ترجماني او نمايندگي نشي كولى.

3 د وطن له گوند سره ائتلافي حكومت جوړول نه عملي او ممكن كار دى او نه د بحران د حل لار، چا چي تاسو ته د داسي ائتلاف د امكان په هكله اطمئنان دركړي وي، د افغانستان د حاكم ذهني او عيني وضعيت په هكله ئې بې بنياده او غلط راپور دركړي.

4 موږ عمومي عفوه اعلان كړي، د وطن گوند دي له همدې عفوى نه استفاده وكړي، د دوى لپاره همدا امتياز كفايت كوي، پدې اړه تفاهم كېدى شي.

5 - د دې خبري سل په سلو كي اطمئنان دركوو چي افغانستان به ستاسو په خلاف د امريكا په نظامي اډې نه بدلېږي.

6 - د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د راتلونكو اړيكو څرنگوالى د مسكو په چلند او دريځ پوري اړه لري، كه مسكو په خپل سياست كي تجديد نظر وكړي، تېر اشتباهات جبران كړي، ديوه خاص ټولگي په ځاى د ټول افغان ولس سره دوستي وغواړي، پدې صورت كي مسكو د افغانستان په دوستي حساب كولى شي.

7 جنگ ځپلي، خوار افغانستان ته د خپلو ټولو زړو وسلو په نوو وسلو بدلول، هغه هم په لنډه موده كي ناشونى كار دى.

8 د جنگي اسراوو په هكله به موږ له مشورى نه وروسته تاسو ته د خپل تصميم اطلاع دركړو.

9 د افغانستان د بحران د حل يوازنۍ عملي لار دا ده چي قدرت يوه داسي مؤقت غيرائتلافي حكومت ته انتقال شي چي كابينه ئې له غيرمتنازع فيها دريمگڼو شخصيتونو نه جوړه شوې وي او بيا انتخابات تر سره شي.

وتل

بالآخره د روسي فوځونو و تل پيل شول، كابل او نورو مراكزو ته د خورو ورو قطعاتو د راغونډولو او بيا په لويو لويو قطارونو كي د شمال او سرحد په لوري د هغوى د لېږدولو په دوران كي، دلارو په دواړو خواوو كي د مجاهدينو په مراكزو مسلسلى او درنې بمبارۍ كېدې، خو لدې سره سره مجاهدينو هغوى آرام نه پرېښودل او پرله پسې حملې ئې ورباندي كولې، دې حالت هرستنېدونكي روسي فوځي ته د جگړي د پاى د څرنگوالى، د روسي فوځونو د وتلو د لاملونو او د دوى په نسبت د افغان ولس د احساس جامع تصور وركولو او پدې ئې پوهول چي د روس ملت او واكدارانو ته د افغان ولس پيغام، د گلونو په هغو آميلونو كي چي په كابل كي د روسي افسرانو په غاړه كي وليدل او يا د گلانو په هغو گيډيو كي چي افغاني كمونستانو د دوى په ټانكونو ايښودل تمثيل كېده او كه د گوليو په هغه باران كي چي د وتلو په وخت او د لارو په اوږدو كي د مجاهدينو له خوا پدوى ورېدي؟ ښايي د مجاهدينو د دغه واقعى استقبال په وجه وو چي كله د 1988 كال د فبرورى په 15 آخري روسي فوځي د افغانستان له پولى نه د شوروي اتحاد په لوري تېرېدو نو شا ته ئې د كتلو شوق نه درلود او د فوځونو قومندان اعلان وكړ چي روسان به بيا افغانستان يا بل پردي هېواد ته د فوځونو د لېږلو غلطى تكرار نكړي!! كه د وتلو په وخت كي يوازي د گلونو په شيندلو او د گلونو په گيډيو او آميلونو استقبال شوي وى او د لاري په اوږدوكي ئې پرله پسې گولى د غوږونو څنگ ته نه وى تېري شوې، ممكن د دې خبري د كولو ضرورت ئې نه وى احساس كړي

په هغه ورځ چي كله دا خبره د دنيا د ټولو راډيوگانو په څپو كي اعلان شوه چي دا دى د روسي فوځونو آخري فرد، د افغانستان له پولى نه واوښت په ما عجيب حالت راغي، د شكرسجده مي په ځاى كړه، څو ركعته لمونځ مي وكړ، مسلسل او ټوله ورځ مي له سترگو نه بې اختياره اوښكي بهېدى، دا نه د خوشحالۍ اوښكي وې نه د خپل شهيد پلار، وروڼو او همسنگرو شهيدانو د رايادولو اوښكي او نه هم د دې آرمان اوښكي چي كاش زموږ شهيدان ژوندي وى او د برى دا صحنه ئې په خپلو سترگو ليدلې وى، بلكي دا د رحمان رب د وسيع او بې انتهاء پيرزويني له احساس نه راخوټېدونكې د شكر اوښكي وي، ما په خپل ټول وجود سره او د زړه په سلول سلول سره د هغه لوى آرمان د ترسره كېدو ننداره كوله چي هر چا ته ناشونى معلومېدو، خو زما زړه تل گواهى راكوله چي دا آرمان به تر سره كېږي، د زړه دا ډاډمن شهادت به مي تل په غونډو، ويناگانو، ليكونو كي په وار وار څرگندېدو او ويل به مي چي روسي فوځونه به حتماً زموږ له هېواد نه په وتلو مجبورېږي، نن هماغه خبره رښتونې شوې وه.

زه ډېر ماشوم وم، خوكله چي پوه شوم د روم او فارس په شان دوه ستري امپراطورۍ د پيغمبر عليه السلام په لاس نسكورى شوي، ما الله ته دا دعا پيل كړه او تل به مي د هر لمانځه نه وروسته تكراروله چي (خدايه په ما د روس او امريكا زوال وگورې او په زوال كي ئې ما ته لويه ونډه راپه برخه كړې) نن د خپلي هغي زړى مكررى دعا د يوې برخي د تحقق او اجابت شاهد وم. پدې خاطر مي له سترگونه د شكر اوښكي بهېدي، اميد مي دا دى چي، د دعا گانو منونكى رب، زما د دعا هغه دوهمه برخه هم ترسره كړي.