Saturday, April 25, 2009

پټي توطئې (د مسكو پيغامونه)ه)

د مسكو پيغامونه

مسكو د خپلو هيئتونو په ذريعه او له ډېرو نورو لارو نه موږ ته پدې مرحله كي گڼ شمېر پيغامونه ولېږل، يو ځل گرباچوف خپل ډېر اعتمادى مشاور، د خبرو آترو لپاره د مسكو د رسمي پيغام د انتفال لپاره پاكستان ته راولېږو، په اسلام آباد كي د حزب د نمايندگي په دفتر كي مي لده سره ليدنه كتنه وشوه. د هغه دخبرو لنډيز داسي وو:

1 گرباچوف په كلكه تصميم نيولى چي شوروي فوځونه حتماً له افغانستان څخه و باسي، پدې كي هيڅ شك مه كوي.

2 روسي جنگي اسيران موږ ته وسپاري، دا كار به دگرباچوف دريځ د هغو ځواكونو په خلاف پياوړى كړي چي په افغانستان كي د شوروي فوځونو د پاتې كېدو پلويان دي.

3 بايد د وطن له گوند سره چي كافي بدلونونه پكي راغلي او سابقه كمونستي تگلاره ئې پرېښي، گډ حكومت جوړ كړي، موږ پدې هكله ستاسو ترمنځ وساطت كولى شو.

4 كه د وطن گوند په اقتداركي شريك نه وي څنگه به د دې گوند د غړو ژوند تضمينوو؟

5 - موږ نشو كولى د وطن گوند ټولو غړو او د نجيب د حكومت دومره لوى شمېر پلويانو ته پناه وركړو، دوى بايد په خپل هېواد كي په ډاډ او اطمئنان سره پاتې شي.

6 آيا مسكو د شوروي فوځيانو د وتلو نه وروسته له افغانستان سره د خپلي عنعنوي دوستي په دوام حساب كولى شي؟

7 آيا په افغانستان كي خو به د شوروي اتحاد په خلاف د دښمني او مخالفت اډه نه جوړېږي؟

8 لدې سره ئې زياته مينه وه چي پوه شي آيا د مسكو ـ كابل ترمنځ دوستانه تعلقات مخصوصاً د وسلو پلورلو په ارتباط به په خپل سابقه حال پاتې وي كه نه؟

چى كله ما په خبرو پيل وكړ، پدې پلمه زما خوا ته رانږدې شو چي گواكي په كومي جگړي كي ئې د غوږ پردې صدمه ليدلى او له لېري نه خبره نه اوري! زما د ځوابونو خلاصه دا وه:

1 - دفوځونو وتل تر هرچا د مخه ستاسو په گټه ده.

2 د فوځونو د وتلو په مهال وېش او د افغانستان د بحران د حل لټولو لپاره بايد تاسو له مجاهدينو سره خبرو ته ناست وى نه له هغه چا سره چي د مجاهدينو ترجماني او نمايندگي نشي كولى.

3 د وطن له گوند سره ائتلافي حكومت جوړول نه عملي او ممكن كار دى او نه د بحران د حل لار، چا چي تاسو ته د داسي ائتلاف د امكان په هكله اطمئنان دركړي وي، د افغانستان د حاكم ذهني او عيني وضعيت په هكله ئې بې بنياده او غلط راپور دركړي.

4 موږ عمومي عفوه اعلان كړي، د وطن گوند دي له همدې عفوى نه استفاده وكړي، د دوى لپاره همدا امتياز كفايت كوي، پدې اړه تفاهم كېدى شي.

5 - د دې خبري سل په سلو كي اطمئنان دركوو چي افغانستان به ستاسو په خلاف د امريكا په نظامي اډې نه بدلېږي.

6 - د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د راتلونكو اړيكو څرنگوالى د مسكو په چلند او دريځ پوري اړه لري، كه مسكو په خپل سياست كي تجديد نظر وكړي، تېر اشتباهات جبران كړي، ديوه خاص ټولگي په ځاى د ټول افغان ولس سره دوستي وغواړي، پدې صورت كي مسكو د افغانستان په دوستي حساب كولى شي.

7 جنگ ځپلي، خوار افغانستان ته د خپلو ټولو زړو وسلو په نوو وسلو بدلول، هغه هم په لنډه موده كي ناشونى كار دى.

8 د جنگي اسراوو په هكله به موږ له مشورى نه وروسته تاسو ته د خپل تصميم اطلاع دركړو.

9 د افغانستان د بحران د حل يوازنۍ عملي لار دا ده چي قدرت يوه داسي مؤقت غيرائتلافي حكومت ته انتقال شي چي كابينه ئې له غيرمتنازع فيها دريمگڼو شخصيتونو نه جوړه شوې وي او بيا انتخابات تر سره شي.

وتل

بالآخره د روسي فوځونو و تل پيل شول، كابل او نورو مراكزو ته د خورو ورو قطعاتو د راغونډولو او بيا په لويو لويو قطارونو كي د شمال او سرحد په لوري د هغوى د لېږدولو په دوران كي، دلارو په دواړو خواوو كي د مجاهدينو په مراكزو مسلسلى او درنې بمبارۍ كېدې، خو لدې سره سره مجاهدينو هغوى آرام نه پرېښودل او پرله پسې حملې ئې ورباندي كولې، دې حالت هرستنېدونكي روسي فوځي ته د جگړي د پاى د څرنگوالى، د روسي فوځونو د وتلو د لاملونو او د دوى په نسبت د افغان ولس د احساس جامع تصور وركولو او پدې ئې پوهول چي د روس ملت او واكدارانو ته د افغان ولس پيغام، د گلونو په هغو آميلونو كي چي په كابل كي د روسي افسرانو په غاړه كي وليدل او يا د گلانو په هغو گيډيو كي چي افغاني كمونستانو د دوى په ټانكونو ايښودل تمثيل كېده او كه د گوليو په هغه باران كي چي د وتلو په وخت او د لارو په اوږدو كي د مجاهدينو له خوا پدوى ورېدي؟ ښايي د مجاهدينو د دغه واقعى استقبال په وجه وو چي كله د 1988 كال د فبرورى په 15 آخري روسي فوځي د افغانستان له پولى نه د شوروي اتحاد په لوري تېرېدو نو شا ته ئې د كتلو شوق نه درلود او د فوځونو قومندان اعلان وكړ چي روسان به بيا افغانستان يا بل پردي هېواد ته د فوځونو د لېږلو غلطى تكرار نكړي!! كه د وتلو په وخت كي يوازي د گلونو په شيندلو او د گلونو په گيډيو او آميلونو استقبال شوي وى او د لاري په اوږدوكي ئې پرله پسې گولى د غوږونو څنگ ته نه وى تېري شوې، ممكن د دې خبري د كولو ضرورت ئې نه وى احساس كړي

په هغه ورځ چي كله دا خبره د دنيا د ټولو راډيوگانو په څپو كي اعلان شوه چي دا دى د روسي فوځونو آخري فرد، د افغانستان له پولى نه واوښت په ما عجيب حالت راغي، د شكرسجده مي په ځاى كړه، څو ركعته لمونځ مي وكړ، مسلسل او ټوله ورځ مي له سترگو نه بې اختياره اوښكي بهېدى، دا نه د خوشحالۍ اوښكي وې نه د خپل شهيد پلار، وروڼو او همسنگرو شهيدانو د رايادولو اوښكي او نه هم د دې آرمان اوښكي چي كاش زموږ شهيدان ژوندي وى او د برى دا صحنه ئې په خپلو سترگو ليدلې وى، بلكي دا د رحمان رب د وسيع او بې انتهاء پيرزويني له احساس نه راخوټېدونكې د شكر اوښكي وي، ما په خپل ټول وجود سره او د زړه په سلول سلول سره د هغه لوى آرمان د ترسره كېدو ننداره كوله چي هر چا ته ناشونى معلومېدو، خو زما زړه تل گواهى راكوله چي دا آرمان به تر سره كېږي، د زړه دا ډاډمن شهادت به مي تل په غونډو، ويناگانو، ليكونو كي په وار وار څرگندېدو او ويل به مي چي روسي فوځونه به حتماً زموږ له هېواد نه په وتلو مجبورېږي، نن هماغه خبره رښتونې شوې وه.

زه ډېر ماشوم وم، خوكله چي پوه شوم د روم او فارس په شان دوه ستري امپراطورۍ د پيغمبر عليه السلام په لاس نسكورى شوي، ما الله ته دا دعا پيل كړه او تل به مي د هر لمانځه نه وروسته تكراروله چي (خدايه په ما د روس او امريكا زوال وگورې او په زوال كي ئې ما ته لويه ونډه راپه برخه كړې) نن د خپلي هغي زړى مكررى دعا د يوې برخي د تحقق او اجابت شاهد وم. پدې خاطر مي له سترگونه د شكر اوښكي بهېدي، اميد مي دا دى چي، د دعا گانو منونكى رب، زما د دعا هغه دوهمه برخه هم ترسره كړي.

پټي توطئې (په وتونكو فوځونو حملې)ه

په وتونكو فوځونو حملې

د روسي فوځونو د مصئون انسحاب په هكله چي په ژنيو كي كومه موافقه شوې وه، موږ د دې موافقې په خلاف اعلان وكړ چي په روسي فوځونو به ترهغه زموږ د مجاهدينو حملې رواني وې چي آخري فوځي ئې له سرحد نه آخوا تېرېږي. هدف مو دا وو چي له يوې خوا نړيوالو ته ثابته كړو چي شوروي فوځونه د ماتې په نتيجه كي وځي نه په افغان ولس د پيرزويني په وجه او يا د ژنيو د موافقې په وجه، له بلي خوا موغوښتل چي مسكو ته عملاً تفهيم كړو چي د افغانستان مسئله له امريكا يا د دې هېواد له گاونډيو سره د تفاهم او توافق له لاري نه، بلكي په خپله له افغانانو سره د تفاهم له لاري او د افغانستان استقلال او ‏آزادي ته داحترام له لاري حل كېدى شي، همدا راز د ژنيو په مذاكراتو سره چي د مجاهدينو كوم سپكاوى شوى وو، داسي حملې د هغه طبيعي نتيجه وه، موږ بايد دا حقيقت ټولو ته څرگند كړى وى چي افغانان د هيچا وصايت او قيموميت نه مني، هيچا ته د دې حق نه وركوي چي د دوى په سرله نورو سره سودا وكړي. د روسي فوځونو د وتلو په ارتباط د يوې خاصي پېښي څرگندول مفيدگڼم: ماته د پاكستاني مأمورينو له لاري په پاكستان كي د افغانستان په اړه د يوه موظف عاليرتبه او با صلاحيته امريكايي مأمور سره د تفصيلي خبرو او د سوء تفاهم د رفع كولو وړانديز وشو چي ما موافقه وكړه، دا هغه وخت وو چي واشنگټن د روسي فوځونو له وتلو نه وروسته د افغانستان د راتلونكې په هكله دا انديښنه درلوده چي مبادا د نجيب حكومت مقاومت ونشي كړى، د وضعي له سنبالولو عاجز شي او مجاهدين د كوم غيرمترقبه اقدام په نتيجه كي قدرت ترلاسه نكړي او د ايران ترڅنگ يو بل اسلامي حكومت په منطقې كي رامنځته نشي. د همدې لپاره ئې زما د ترور گڼ شمېر هڅي وكړې، لدې امريكايي استاځي سره د خبرو په ترڅ كي ما له هغه نه پوښتنه وكړه چي د CIA مأمورينو د څه لپاره دا سروى پيل كړي او له افغانانو نه تپوسونه كوي چي كه حكمتيار نه وي نو په مقاومت به د ده د نشتوالى اثرات څه وي؟ لدې سروى نه او د ډېرو نورو دلائلو نه ما ته داسي معلومېږي چيCIA زما د ترور منصوبه لري، ما ته وواياست چي ولې دا كار كوي؟ هغه په وار خطا لهجه وويل: زه قسم خورم چي موږ دا اراده نلرو برعكس موږ تاسوته احترام لرو او پدې اعتراف كوو چي تاسو شخصاً او حزب اسلامي د روسانو په خلاف مقاومت كي محورى او ستره ونډه درلوده

د خبرو په پاى كي هغه ما ته وويل: اجازه راكړي تاسو ته د جمهور رئيس خصوصي پيغام ورسوم چي هغه ستاسو لدې موقف سره شخصاً موافق دى چي په روسي فوځونو دي د وتلو په جريان كي حملې جاري وي !!

ښايي دې امريكايي مأمور، داسي گمان كړى وي چي د امريكا د جمهور رئيس د دې خصوصي او مهم پيغام !! په نتيجه كي به د واشنگټن په هكله زما ټول تشويشونه او بدگماني، په ډاډ او د منني په احساس بدل شوي وي، ځكه هغه به حتماً د آسيايي ملكونو ډېر داسي ستر ستر شخصيتونه ليدلى وي چي د امريكا د سفارت د يوه عادي مأمور په تلفوني (هلو)، تر ډېره وخته له خوشحالى او فخر نه په جامو كي نه ځائېږي !! خو ما چي هغه ورځ او د همدې خبري له اورېدو نه وروسته په خپل زړه كي د امريكائيانو د دوه مخي او منافقانه سياست په هكله كومه ژوره كركه احساس كړې، سابقه ئې نه درلوده. امريكائيان په ژنيو كي له روسانو سره د باعزته او مصئون وتلو معاهده امضاءكوي، خو په معاهدې د امضاء رنگ لا نه دئ وچ شوى چي د دې معاهدې جدي مخالف او په روسي قطعاتو د وتلو په وخت كي د حملو طرفدارو ته، د جمهور رئيس لخوا خصوصي پيغام لېږي چي د ده له دريځ سره موافق دى !!

پټي توطئې (مسكو وتلو ته اړ شو)

مسكو وتلو ته اړ شو

برژنف چي په كومي هيلي افغانستان ته د فوځونو د لېږلو فيصله كړې وه‏، لدې تصور سره چي د دريو مياشتو په ترڅ كي به روسي قطعات په كامله توگه د افغانستان د پېښو بهير مهار كړي، په اوضاع به مسلط شي، مقاومت به وټكوي او "انقلابي!" رژيم به د "ارتجاعي!" ځواكونو په خلاف هومره مضبوط كړي چي د سقوط وېره به ئې د تل لپاره ختمه شي، خو دا هيله نه يوازي ترسره نه شوه او د ده دا تصور نه يوازي غلط ثابت شو، بلكي برعكس د ده دا اقدام د يوې ستري وېرونكې امپراطورۍ په زوال منتج شو.

برژنف دا فيصله پداسي وخت كي كړې وه چي:

1 - د دنيا هيڅ نظامي ځواك له مسكوسره د ټكر او تصادم جرأت نشو كولى او د هغه مخي ته د ودرېدو توان ئې په ځان كي نه ليدو، امريكا د دنيا بل دوهم طاقت په ويتنام كي د روسانو په وړاندي داسي شرمناكه او عبرتناكه ماتې خوړلې وه چي د دوهم ځل لپاره، د دنيا په بل ځاى كي، مخصوصاً په آسيا او روسيې ته نږدې ملكونو كي د روسانو سره د تصادم تصور ئې نشو كولى.

په بين المللي پېښو كي امريكا ورځ په ورځ او په ډېر سريع توگه په شا تمبېده، يو په بل پسې ئې نظامي اډې، د وسلو د خرڅلاو بازارونه او ملگري رژيمونه د مسكو په گټه له لاسه وركول، په آسيا، اروپا، افريقا او د لاتيني امريكا په ملكونوكي انقلابي بدلونونه،كودتاگاني اومسلح قيامونه د امريكا پلوه ارتجاعي رژيمونو په خلاف تر سره كېدل او له كمونستي افكارو نه متأثر ځواكونه قدرت ته رسېدل او د مسكو پلوه رژيمونو شمېر ورځ په ورځ په زياتېدو وو. د دنيا په هر گوټ كي چي به د كوم انقلاب، عسكري كودتا، مسلحانه قيام، بغاوتونو، مظاهرو، د يوه رژيم د سقوط او د بل د مسلط كېدو خبر خپرېدو نو ډېر ژر به ټولو ته څرگنده شوه چي پدې پېښو كي اصلي لوبغاړي روس پلوه كمونستان دي.

3 - د كمونستانو په لاس كي پرېوتى ملك او د سرو فوځونو له خوا اشغال شوى كوم هېواد، بيا ندى توانېدلى چي د دوى له منگولو خپله ‏آزادي او استقلال تر لاسه كړي، په نړۍ كي حاكم ذهنيت همدا وو چي د داسي هېواد بيا ‏آزادي امكان نلري.

4 - په امريكا كي قدرت د ديموكراتانو په لاس كي وو، د امريكا ولس دوى ته پدې خاطر د جمهوري غوښتونكو په خلاف رأيه وركړې وه چي دوى له مسكو سره د تصادم او جگړي مخالف وو او غوښتل ئې د بهرنيو مسائلو په ځاى كورنۍ وضعي ته توجه وكړي او د ويتنام د پېښو په شان د حوادثو د راولاړېدو مخالف وو.

زه د امريكا د هغه وخت، د سياسي وضعيت او د امريكائي واكمنانو د ذهني كيفيت د توضيح لپاره، د يوه خاص جريان رانقلول دلته ضروري گڼم:

د امين رژيم ته د آخري گوزار وركولو لپاره موږ د يوه عسكري اقدام ترتيبات نيولي وو، زموږ وفادارو افسرانو احوال راولېږو چي د اقدام لپاره تيار يو، خو معلومات مو دا دى چي روسان حتماً فوځي مداخله كوي، تاسو د گاونډيو هېوادو، مخصوصاً له امريكائيانو نه معلومه كړئ چي د روسانو د فوځي مداخلې په صورت كي به د دوى عكس العمل څه وي؟

تر دې نه د مخه، موږ له امريكائيانو سره هيڅ ډول بالواسطه يا بلا واسطه تماس نه درلود، ما نه غوښتل چي له امريكائيانو سره او هغه هم د داسي يوې مهمي مسئلى په ارتباط خبره وكړو، خو وروسته مو دا مناسبه وگڼله چي د دوى رأيه د روسانو د عسكري مداخلې د احتمال په هكله او بيا د وقوع په صورت كي د دوى د عكس العمل په اړه ځانته معلومه كړو.

ما استاد امين الله ته وظيفه وركړه چي په پېښور كي د امريكا له كنسل سره پدې هكله خبره وكړي چي آيا دوى د روسانو د عسكري مداخلې او د فوځونو لېږلو راپورونه دقيق گڼى كه نه؟ او څومره دا كار محتمل گڼى؟ او كه فرضاً روسانو زموږ په هېواد تېرى وكړ د دوى عكس العمل به څه وي؟ د امريكا كنسل هغه ته وويل چي زه د ځواب وركولو نه عاجز يم، واشنگټن سره تماس نيسم، ډېر ژر به د واشنگټن رسمي ځواب دركړم!

په هماغه هفته كي كنسل، استاد امين الله ته وويل چي د واشنگټن رسمي ځواب دا دى: " واشنگټن گمان نكوي چي روسان به په افغانستان تېرى وكړي او دې هېواد ته به خپل فوځونه ولېږي كه فرضاً داسي وشول نو واشنگټن به دوه كاره كوي:

الف: له روسانو سره به د (سالټ ټو) مذاكرات متوقف كوي.

ب: او روسانو ته د غنمو مرستي به بندوي".

د دې ځواب معنا څرگنده وه او د روس په وړاندي، د امريكا وضعيت او د ناتواني له احساس نه د راولاړ شوي پسيف سياست ښه څرگندونه ئې كوله ! څو ورځي وروسته روسي فوځونه د هوا او ځمكي له لاري د كابل په لوري وخوځېدل، امين ئې په قتل ورسولو او ببرك ئې د اقتدار په كرسۍ كښېنولو.

د واشنگټن رسمي عكس العمل د كارتر په ژبه دا وو:

"امريكا، د افغانستان په آزاد هېواد د شوروي اتحاد فوځي تېرى په كلكه غندي، او دا خبره په ډاگه كوي چي د جنوب په لوري د دوى مزيد مخكي تگ نشي زغملى" د دې رسمي دريځ، مفهوم هم ډېر څرگند وو، يعنى: افغانستان لا د مخه دشوروي اتحاد تر اغېز‏ لاندي كړۍ كي منل شوى، پدې هېواد د مسكو د فوځي تېري په مقابل كي امريكا كوم خاص عكس العمل نه ښيي! خو كه د جنوب په لوري مزيد مخكي ولاړ شي بيا به امريكا عكس العمل ښيي !!

بريژنف ته د واشنگټن نبض ښه معلوم وو، د همدې لپاره هغه په ډېر ډاډ او جرأت سره، په ډهلي كي د يوه مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كي وويل:

د افغانستان په سرحداتو كي چي كومي پېښي راولاړي شوې، د دريو راتلونكو مياشتو په منځ منځ كي به كاملاً پاى ته ورسېږي او پدې هېواد كي به كامل امنيت تأمين شي. خو داسي و نشول، روسي فوځونو د 1358 كال د جدي له 6 نه د 1367 كال د دلوى تر 25 نېټې خپل ټول ممكن توان طاقت په كار واچولو، له هيڅ جنايت نه ئې ډډه ونكړه، ټول وسايل ئې وآزمويل، خو نه يوازي دا چي د مقاومت په ختمولو قادر نشو بلكي د هغه د ورځ په ورځ مزيد ځواكمن كېدو مخنيوى ئې ونشو كړى او په پاى كي له دې هېواد نه وتلو ته اړ شو.

د روسانو د ناكامي او له افغانستان نه د فوځونو د ايستلو د پرېكړي لاندي اساسي عوامل وو:

1. په جگړي كي د روسي فوځيانو د مرگ ژوبلي شمېر ورځ په ورځ زياتېدو، دې كار په طبيعي توگه په روسي فوځيانو، د دوى په خپلوانو او ملگرو كي د جگړي په خلاف كركه او نفرت راولاړولو او هغه ئې يوه ناكامه او بې حاصله هڅه شمېرله او همدې احساس د دوى رزمي روحيه ورځ په ورځ كمزورې كوله.

2. د جگړي مالي مصارف هغه حد ته رسېدلي وو چي نور د شوروي اتحاد، مات گوډ اقتصاد ته د زغملو نه وو.

3. پدې ونتوانېدل چي د خلق او پرچم د مختلفو ډلو ترمنځ شديد اختلافات حل كړي او يو قوي افغاني حزب او د هغه له لاري يو ډاډمن افغاني فوځ جوړكړي، د جگړي ټول بار په خپله د روسانو په غاړه وو، د داسي جگړي، نه گټل ورته ممكن وو او نه ئې د تلفاتو زغمل.

4. د مسكو سخت دريځه، زاړه واكداران مخصوصاً هغه چي افغانستان ته ئې د فوځ د لېږلو پرېكړه كړې وه‏ يو په بل پسې يا په طبيعي مرگ مړه شول يا په يوه، بل دليل له صحنې لېري شول او واك داسي كسانو ته په لاس ورغى چي غوښتل ئې د دې بې نتيجې او بې فايدې جگړي له نه زغمېدونكي مالي او ځاني تاوان نه شوروي اتحاد ډېر ژر وژغوري او د ولس د اقتصادي ستونزو د حل كولو فرصت اوكريدت ترلاسه كړي.

5. روسانو د افغانستان د اشغال په جريان كي تقريباً يو مليو ن فوځيان يو په بل پسې دې هېواد ته لېږلى چي پس له څه مودې پاتې كېدو ئې تعويض كړي، دې فوځيانو له ځان سره د دې جگړي ټول منفي تأثرات شوروي ته انتقال كړل او په ولس كي ئې د جگړي په خلاف حساسيتونه تشديد كړل.

6. په روسانو باندي، په افغانستان كي د زياتي پاتې كېدو او په جگړي كي د عدم موفقيت په وجه بين المللي فشار ورځ په ورځ زيات شوي وو.

7. د جگړي په ميدان كي عملاً د دوى ناكامي او د مقاومت په ختمولو او حتى تضعيف كي د دوى پاتې راتلل.

با عزته وتل

مسكو له افغانستان نه د فوځونو د ايستلو فيصله وكړه، خو غوښتل ئې:

· وتل ئې باعزته وي.

· د وتلو په وخت كي پدوى حملې و نشي.

· دا پېغور ئې په برخه نشي چي خپل ملگري ئې د مرگ په پوله يوازي او بې اسرې پرېښودل.

· د ماتې له طبيعي منفي اثراتو نه د خوندي پاتې كېدو تضمين ترلاسه كړي.

· وتل ئې له امريكا سره د يوه توافق په اساس وي او لږ تر لږه د دوى وتل داسي توجيه شي چي د يوې معاهدې په اساس او له سولي سره د مسكو د علاقمندۍ په وجه ترسره شوي نه د يوه نظامي ماتې په وجه.

روسانو پدې ټينگاركولو چي د نجيب د حكومت د بقا ضمانت دي وشي، استدلال ئې دا وو چي كه د نجيب حكومت ابقا نشي، يا كمونستان په حكومت كي شريك نه وي، په بل صورت كي د دوى ژوند نشي تضمينېدى او ټول به دې ته مجبورېږي چي هېواد پرېږدي او مسكو د دې توان نلري چي څو لكه كمونستانو او د دوى پلويانو ته په خپل هېواد كي پناه وركړي، دوى دا هم ويل چي اوس خو د خلق د ديموكراتيك گوند هم نوم بدل شوى او هم تگلاره، هغه اوس د وطن د گوند په نامه يادېږي، اسلام ته ئې مخه كړې او په اساسي قانون كي ئې په واضح الفاظو ليكلي چي د هېواد رسمي دين اسلام دى، ملي مصالحه ئې اعلان كړې، د حكومت واگي ئې د حسن شرق په شان بې طرفه كسانو ته سپارلې، له مجاهدينو سره ائتلافي حكومت ته چمتو دى، مجاهدين بايد له خپل سخت دريځ نه راكوز شي او د وطن له گوند سره د ائتلافي حكومت جوړولو ته تيارشي. واشنگټن په لاندي دلائلو د مسكو له دريځ سره اتفاق كولو:

1. دوى ته ترټولو مهمه موضوع د روسي فوځونو ماتې، له افغانستان نه وتل او پدې ترتيب د ويتنام د ماتې غچ اخستل وو.

2. د امريكا جمهوري غوښتونكي گوند غوښتل چي د دوى د اقتدار په موده كي روسي فوځونه له افغانستان څخه ووځي او پدې ترتيب د خپل كامياب خارجي سياست يو نه هيرېدونكى ريكارد قائم كړي او په راتلونكو نږدې انتخاباتو كي يو ځل بيا برى ترلاسه كړي.

3. امريكايانو غوښتل چي گورباچوف ته چي د شوروي اتحاد په دړى وړى كولوكي ترې ښه استفاده كېدلى شوى دا امتياز وركړي چي د روسي فوځونو وتل په عزت سره ترسره شوي او د مسكو پلوي حكومت په كابل كي په خپل حال پاتې شوي.

4. امريكا پدې خاطر هم دا نه غوښتل چي د روسي فوځونو له وتلو سره سم دي د نجيب حكومت نسكور او په ځاى دې د مجاهدينو اسلامي حكومت جوړ شي چي:

· د نجيب لپاره ئې داسي بديل نه درلود چي د امريكا د خوښي حكومت په كابل كي جوړكړي.

· د مجاهدينو په لاس ديوه اسلامي حكومت جوړېدل ورته په څو دليله خطرناك برېښېدو:

· د ايران د تجربې له تكرار نه ئې وېره درلوده او دا تشويش ورسره وو چي كه د ايران تر څنگ يو بل انقلابي رژيم په منطقه كي رامنځته شي، په منطقې او مخصوصاً خليج كي د امريكا گټي له جدي گواښ سره مخامخ كېږي.

· د افغانانو اسلامي پاڅون او جهادي شعارونو او د اسلامي جهاد له لاري د يوه استعماري مجهز ځواك مقابلې او پدې نابرابري جگړي كي د دوى برياليتوبونو په اسلامي امت كي هغه جهادي ولوله راويښه كړه چي په اسلامي ملكونو او د دوى په اقتصادي زېرمو مسلط استعماري ځواكونو تل له هغې نه ترهه درلوده او د هغې د ټكولو او له منځه وړلو لپاره ئې ډېري هڅي او ډېر مصارف كړي وو. اسلامي ملكونه چي د دوى د وسلو د خرڅلاو په بازارونو، د مصنوعاتوپه ماركيټونو او د خامو موادو د لاس ته راوړلو په ذخايرو بدل شوي او په سياسي او اقتصادي لحاظ په مستقيم او غيرمستقيم توگه په هغوى حكومت كوي، د افغان جهاد له ادامې او بري نه د دې ملكونو په اسلام غوښتونكو او ‏آزادي غوښتونكو كي په طبيعي توگه دا احساس او دا هيله قوت مومي چي كولى شي د افغانانو په شان د جهاد له لاري د خپلو هېوادونو ‏آزادي ترلاسه كړي.

د امريكا استخباراتي شبكو او سياسي مبصرينو په فلسطين كي نوى جهادي خوځښت، د كشمېر مسلحانه جهاد، د الجزائر پېښي، د مصر جريانات، په سودان او يمن كي د مسلمانو ځواكونو تحركات او د دنيا په گوټ گوټ كي د اسلام او جهاد تر نامه لاندي راولاړ شوي نهضتونه د افغان جهاد طبيعي اثرات گڼل او په مسلسله توگه ئې سپيني ماڼۍ او د سنا جرگې مربوطه كميسونونو ته دا راپورونه وړاندي كول چي د افغان جهاد د ادامې له خطرناكو اثراتو نه په اسلامي ملكونوكي د امريكا گټو ته شديد خطر متوجه دى،كه دا جهاد خپل هدف ته ورسېږي او د يوه مستقل اسلامي حكومت په جوړولو وتوانېږي او دا جهادي تجربه ناكامه نكړي شي، د خطرناكو عواقبو مخنيوى به ئې ډېر گران وي، دغو استخباراتي شبكو په خپلو راپوررونو كي دې ټكي ته هم اشاره كوله چي د ايران له انقلاب نه پداسي حال كي چي د اسلامي امت د يوه وړوكې مذهبي فرقې نمايندگي كوي د امريكا گټو ته كومه صدمه رسېدلې او دوى ته ئې كوم جنجالونه راولاړ كړي، كه افغان مجاهدين د ايران تر څنگ، د دنيا د سني مذهبه مسلمانانو لپاره په يوه محور بدل شي او په كابل كي د مجاهدينو په لاس اسلامي حكومت رامنځته شي، امريكا ته به بيا د دې بهيرمقابله گرانه وي. دوى په خپلو راپورونو كي په درواغو دا هم ليكل چي د افغان مجاهدينو څخه حزب اسلامي د ايران د سپاه پاسدارانو سره ژوري اړيكي لري، د نړۍ په سطح ئې د تروريستي فعاليتونو لپاره گډ تربيتي او عملياتي مراكز جوړكړي او په پاكستان كي د حزب اسلامي ترڅنگ د ايران د سپاه پاسدارانو سابقه رئيس او په اسلام آباد كي د ايران زوړ سفير جناب ابو شريف په او سېدو ئې استناد كولو او هغه ئې د خپلي درواغجني ادعا د ثبوت لپاره د دليل په حيث وړاندي كولو، حال دا چي ابوشريف په پاكستان كي د يوه مهاجر په حيث ژوند كولو، د ايران له حكومت سره ئې مناسبات ښه نه وو او ايران ته نشو تلى.

د مسكو او واشنگټن موافقه

واشنگټن او مسكو د افغانستان د كشالې په اړه د خپلو اختلافاتو د كمولو لپاره په لاندي خبرو توافق وكړ:

· روسي فوځونه به د1367 كال د دلوي تر 25 ( د 1989 كال د فبرورى تر 15) پوري له افغانستان نه وځي.

· د نجيب حكومت به په خپل حال پاتې وي او د روسانو مالي او نظامي مرستي به لدې حكومت سره ادامه لري.

· له مجاهدينو سره به مرستي متوقف كېږي او دې ته به اړ كېږي چي د وطن له گوندسره د تفاهم له لاري مشكل حل كړي.

· په ژنيو كي به د داسي مذاكراتو په ترڅ كي د روسي فوځونو د وتلو په مهال وېش او مربوطه معاهدې امضاء كېږي چي د پاكستان او افغانستان د حكومتونو استاځي به هم پكي برخه لري او د معاهدې اصلي طرفونه او امضاء كوونكي به د پاكستان او افغانستان د حكومتونو استاځي وي نه د واشنگټن او مسكو استاځي !!

· امريكائيان به د دې هڅه كوي چي د مجاهدينو استاځي د ناظر په حيث پدې مذاكراتو كي برخه واخلي، ترڅو د نوموړې معاهدې په مراعات ملزم كړى شي او لږ تر لږه دنيا ته داسي وښودل شي چي د مجاهدينو په سر امريكائيانو له مسكو سره سودا نده كړې، بلكي د دوى په موجوديت كي ئې د دوى د خوښي معاهده امضاءكړې.

د پاكستان دريځ

پدې وقت كي د پاكستان د حكومت واگي د جونيجو په شان د يوه بې انتهاء نرم مزاج او ضعيف شخص په لاس كي وې، غوښتل ئې له يوې خوا د روسي فوځونو وتل د ده د حكومت په دوران كي ترسره شي او پدې ترتيب شخصاً دى او د ده حزب" مسلم ليگ" په ولس كي خاص اعتبار او حيثيت ترلاسه كړي او له بلي خوا د امريكا غوښتنو ته په مثبت ځواب ويلو سره د خپل ضعيف حكومت لپاره قوي بهرنى تائيد او ملاتړ پيدا كړي. د همدې لپاره ئې د ژنيو د مذاكراتو او د مسكو او واشنگټن ترمنځ د شوو موافقو په كلكه ملاتړ كولو او ويل يي: د روسي فوځونو په وتلو بايد اكتفاء وشي، د نجيب حكومت دي په رسميت وپېژندلى شي او له مجاهدينو سره دي نظامي مرستي متوقف شي. ده د امريكائيانو له غوښتني سره سم له مجاهدينو نه په كلكه غوښتنه كوله چي حتماً د ژنيو په مذاكراتو كي شركت وكړي او د ژنيو د مذاكراتو او معاهدې له هر راز مخالفت نه ډډه وكړي !!

خو موږ په كلكه، صراحت او مكرره توگه د دې مذاكراتو او په هغه كي د گډون مخالفت وكړ او دا خبره مو د گڼ شمېر مطبوعاتي كنفرانسونو او اجتماعاتو په ترڅ كي اعلان كړه چي:

· د ژنيو په مذاكراتو كي هيڅوك د مجاهدينو او افغان ولس نمايندگي او ترجماني نشي كولى.

· موږ د دې مذاكراتو د نتائجو په اړه هيڅ التزام نه لرو.

· ترڅو چي قدرت د مسكو د لاس پوڅي حكومت څخه يوه مؤقت حكومت ته نه وي انتقال شوى، د افغانستان بحران نشي حل كېدى.

· د افغانستان د بحران په ارتباط د پاكستان او د نجيب د استاځو تر منځ د يوې معاهدې د امضاء معنا دا وه چي د نوموړې كشالې اصلي طرفونه دوى دي، گواكي دا د پاكستان او افغانستان ترمنځ يوه سرحدي منازعه وه چي د دواړو د استاځو ترمنځ د ژنيو د نوموړې معاهدې د امضاء په نتيجه كي حل شوه.

زموږ او د پاكستان د خارجه وزارت د دريځونو ترمنځ د شديد او څرگند اختلاف د رفع كولو لپاره، د جهادي تنظيمونو د مشرانو او د پاكستان د هغه وخت د خارجه چارو د وزير ترمنځ د يوې گډي جلسې ترتيبات ونيول شول، پدې جلسې كي صاحب زاده يعقوب خان، د ژنيو له مذاكراتو نه د دفاع په خاطر څه مات گوډ استدلالونه وكړل او په پاى كي ئې وويل: "پاكستان د خپلو مجبوريتونو په وجه پدې مذاكراتو كي شركت كوي او له تاسو نه هم دا توقع كوو چي زموږ مجبوريتونه درك كړئ او له نوموړو مذاكراتو سره توافق وكړئ".

ما په ځواب كي ورته وويل: روسي فوځونه حتماً او په هر صورت كي له افغانستان نه وځي كه د ژنيو معاهده وشي او كه ونشي، مسكو په خپله دا خبره مكرر اعلان كړي چي خپل فوځونه په هر صورت كي له افغانستان نه باسي. پداسي مذاكراتوكي چي د نجيب استاځي برخه ولري نه ستاسو شركت مناسب دى او نه دافغان مجاهدينو د هيئت گډون. تاسو له نجيب نه يوه بې طرفه مؤقت حكومت ته د قدرت په انتقال ټينگار وكړي او استدلال وكړي چي د نجيب د پاتې كېدو په صورت كي پدې هېواد كي امنيت نشي راتلاى او جگړه پاى ته نشي رسېدي. موږ هم خاص مجبوريتونه لرو او د هغه په وجه موږ لدې مذاكراتو سره له توافق نه معذور وگڼي. زما د دې ځواب په مقابل كي صاحب زاده يعقوب خان د ديپلوماتيكي آدابو نه ډېر ډېر لېري په عصباني لهجى وويل: "پاكستان يو آزاد ملك دى، هره پاليسي ئې چي زړه وغواړي غوره كوي به ئې، موږ د خپل هېواد گټي په خطر كي نشو اچولى او د چا د اقتدار لپاره ئې نشو قرباني كولي)

ما ورته وويل: بيشكه چي پاكستان يو آزاد ملك دى او كولى شي د خپلي خوښي پاليسي غوره كړي خو د پاكستان په ارتباط نه د افغانستان په اړه. موږ هم دا حق لرو چي د خپل هېواد په هكله د خپلي خوښي سياست غوره كړو او پرى نزدو چي زموږ برخليك دي نور وټاكي او زموږ د ولس قرباني دي هدر لاړه شي.

د ISI مشر مداخله وكړه، د مشاجرې د مزيد تريخوالي مخه ئې ونيوله، صاحب زاده يعقوب خان ئې په كومه پلمه له جلسې نه د څو شيبو لپاره له ځان سره بهر وايستلو او د بېرته راستنېدو نه وروسته ده او خارجه وزير غوښتل چي مخكي تريخوالى جبران شي او جلسه په آرامه فضاء كي پاى ته ورسېږي.

د پاكستان د هغه وخت جمهور رئيس جنرال ضياءالحق هم د جونيجو د حكومت د دريځ په هكله انديښمن وو، جونيجو ته ئې ويل چي روسان حتماً وتونكي دي، بايد په خپل پخواني دريځ، "يوه موقت حكومت ته د قدرت په انتقال" ټينگار وكړو او د نجيب حكومت د پاتې كېدو په هكله د مسكو شرط ته تسليم نشو. ښايي هغه پدې پوهېدو چي د نجيب د پاتې كېدو عواقب به افغانستان او پاكستان ته څومره خطرناك وي. خو جونيجو د ضياءالحق مشورو ته خاصه توجه ونكړه، هيچا د دې تصور نشو كولى چي جونيجو به د ضياءالحق مشورو ته نه يوازي دا چي توجه ونكړي بلكي د هغه په خلاف به په څرگنده گام اوچت كړي، خو همداسي وشول.

ده د ژنيو د معاهدې په هكله د خپل دريځ په گټه د سياسي گوندونو د ملاتړ ترلاسه كولو لپاره، د ټولو گوندونو گډگردي ميز" كنفرانس دائر كړ، د ولسي تائيد ترلاسه كولو لپاره ئې د ټول پاكستان د مهمو ښارونو دوره وكړه او په عامو جلسو كي ئې د دغو مذاكراتو په گټه پوره تبليغات وكړل.

ښايي د جونيجو د حكومت د انحلال څه نور عوامل هم وي خو زه گمان كوم چي تر ټولو ستر عامل ئې د ژنيو د معاهدې په سر له جنرال ضياءالحق سره د ده اختلاف وو.

د دغو مذاكراتو په دوران كي موږ له جنرال ضياءالحق سره گڼ شمېر اوږدې جلسې درلودې، يو ځل خو زموږ جلسه چي ماښام شروع شوې وه د سحار له لمانځه نه لږ د مخه پاى ته ورسېده. د دغو جلساتو د بحث اصلي موضوع دا وه چي د مسكو او واشنگټن ترمنځ د توافق او د ژنيو له معاهدې نه د راولاړ شوي وضعيت له احتمالي ستونزو سره څنگه مقابله كولى شو او د پاكستان او مجاهدينو تر منځ څنگه د سوء تفاهم او اختلاف مخنيوى كولى شو.

د همدغو غونډو په نتيجه كي مرحوم ضياءالحق له ځان سره دا پرېكړه وكړه چي د امريكا فشارونو ته تسليم نشي او پرى نږدې چي پاكستان د داسي فشارونو لاندي د افغانستان د كشالې په اړه داسي كوم گام اوچت كړي چي د مجاهدينو د قربانۍ او ارمان سره د جفا معنا وركړي.

دا تصميم څه آسان كار نه وو، د مرحوم ضياءالحق دا پرېكړه د ده د ژوند په بيه تمامه شوه، زه په ټول ډاډ او اطمئنان سره دا ويلى شم چي د مرحوم ضياءالحق ترور او د طيارې انفجار د همدې پرېكړي نتيجه وه.