Saturday, April 25, 2009

پټي توطئې (په وتونكو فوځونو حملې)ه

په وتونكو فوځونو حملې

د روسي فوځونو د مصئون انسحاب په هكله چي په ژنيو كي كومه موافقه شوې وه، موږ د دې موافقې په خلاف اعلان وكړ چي په روسي فوځونو به ترهغه زموږ د مجاهدينو حملې رواني وې چي آخري فوځي ئې له سرحد نه آخوا تېرېږي. هدف مو دا وو چي له يوې خوا نړيوالو ته ثابته كړو چي شوروي فوځونه د ماتې په نتيجه كي وځي نه په افغان ولس د پيرزويني په وجه او يا د ژنيو د موافقې په وجه، له بلي خوا موغوښتل چي مسكو ته عملاً تفهيم كړو چي د افغانستان مسئله له امريكا يا د دې هېواد له گاونډيو سره د تفاهم او توافق له لاري نه، بلكي په خپله له افغانانو سره د تفاهم له لاري او د افغانستان استقلال او ‏آزادي ته داحترام له لاري حل كېدى شي، همدا راز د ژنيو په مذاكراتو سره چي د مجاهدينو كوم سپكاوى شوى وو، داسي حملې د هغه طبيعي نتيجه وه، موږ بايد دا حقيقت ټولو ته څرگند كړى وى چي افغانان د هيچا وصايت او قيموميت نه مني، هيچا ته د دې حق نه وركوي چي د دوى په سرله نورو سره سودا وكړي. د روسي فوځونو د وتلو په ارتباط د يوې خاصي پېښي څرگندول مفيدگڼم: ماته د پاكستاني مأمورينو له لاري په پاكستان كي د افغانستان په اړه د يوه موظف عاليرتبه او با صلاحيته امريكايي مأمور سره د تفصيلي خبرو او د سوء تفاهم د رفع كولو وړانديز وشو چي ما موافقه وكړه، دا هغه وخت وو چي واشنگټن د روسي فوځونو له وتلو نه وروسته د افغانستان د راتلونكې په هكله دا انديښنه درلوده چي مبادا د نجيب حكومت مقاومت ونشي كړى، د وضعي له سنبالولو عاجز شي او مجاهدين د كوم غيرمترقبه اقدام په نتيجه كي قدرت ترلاسه نكړي او د ايران ترڅنگ يو بل اسلامي حكومت په منطقې كي رامنځته نشي. د همدې لپاره ئې زما د ترور گڼ شمېر هڅي وكړې، لدې امريكايي استاځي سره د خبرو په ترڅ كي ما له هغه نه پوښتنه وكړه چي د CIA مأمورينو د څه لپاره دا سروى پيل كړي او له افغانانو نه تپوسونه كوي چي كه حكمتيار نه وي نو په مقاومت به د ده د نشتوالى اثرات څه وي؟ لدې سروى نه او د ډېرو نورو دلائلو نه ما ته داسي معلومېږي چيCIA زما د ترور منصوبه لري، ما ته وواياست چي ولې دا كار كوي؟ هغه په وار خطا لهجه وويل: زه قسم خورم چي موږ دا اراده نلرو برعكس موږ تاسوته احترام لرو او پدې اعتراف كوو چي تاسو شخصاً او حزب اسلامي د روسانو په خلاف مقاومت كي محورى او ستره ونډه درلوده

د خبرو په پاى كي هغه ما ته وويل: اجازه راكړي تاسو ته د جمهور رئيس خصوصي پيغام ورسوم چي هغه ستاسو لدې موقف سره شخصاً موافق دى چي په روسي فوځونو دي د وتلو په جريان كي حملې جاري وي !!

ښايي دې امريكايي مأمور، داسي گمان كړى وي چي د امريكا د جمهور رئيس د دې خصوصي او مهم پيغام !! په نتيجه كي به د واشنگټن په هكله زما ټول تشويشونه او بدگماني، په ډاډ او د منني په احساس بدل شوي وي، ځكه هغه به حتماً د آسيايي ملكونو ډېر داسي ستر ستر شخصيتونه ليدلى وي چي د امريكا د سفارت د يوه عادي مأمور په تلفوني (هلو)، تر ډېره وخته له خوشحالى او فخر نه په جامو كي نه ځائېږي !! خو ما چي هغه ورځ او د همدې خبري له اورېدو نه وروسته په خپل زړه كي د امريكائيانو د دوه مخي او منافقانه سياست په هكله كومه ژوره كركه احساس كړې، سابقه ئې نه درلوده. امريكائيان په ژنيو كي له روسانو سره د باعزته او مصئون وتلو معاهده امضاءكوي، خو په معاهدې د امضاء رنگ لا نه دئ وچ شوى چي د دې معاهدې جدي مخالف او په روسي قطعاتو د وتلو په وخت كي د حملو طرفدارو ته، د جمهور رئيس لخوا خصوصي پيغام لېږي چي د ده له دريځ سره موافق دى !!

No comments:

Post a Comment