Thursday, May 21, 2009

دمذاکراتوپه هکله د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه : ٢۱ / ٢ / ١٣٨٨

دمذاکراتوپه هکله د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

نن د هیواد په مطبوعاتو او رسنیو کې د افغانستان ددولت له اړخه د حزب اسلامي امیر محترم انجنیر ګلب الدین حکمتیار ته په حکومت کې د ګډون د بلنې دورکولو او د حزب اسلامي او دولت تر منځ د خبرو اترو په هکله یو راپور خپور شوې .

دا په داسې حال کې چې حزب اسلامې د افغانستان اوسنې رژیم د امریکا د اشغالګرو ځواکونو یوه برخه ګڼي چې دهمدې ځواکونو تر مستقیمي قوماندې لاندې کار کوي ، نه خپل واک لری او نه د خبرو اترو له پاره متقابل اړخ جوړیداې شي . په دې اساس ددې رژیم سره دداسې خبرو اترو پوښتنه هم نه را پیدا کیږی . دا ډول افواهات خپرول ، کیداې شی د اشغالګرو ځواکونو د لاس پوڅو د انتخاباتې کمپاین یوه برخه وی .

په داسې حال کې چې حزب اسلامي تل دسیاسي خبرو اترو دروازه پرانستې پری ایښې او غواړې د ذیدخله اړخونو سره د خبرو اترو له لارې د خپل هیواد اوسنۍ غمیزه پاې ته ورسوي خو په اوسني وخت کې حزب اسلامي د داسې کوم اړخ سره نه خبرې لری او نه په داسې خبرو اترو باور .

حزب اسلامي افغانستان لکه څنګه چې پخوا څو څو ځله اعلان کړی یو ځل بیا اعلانوی چې د هیواد د ستونزې دحل له پاره دې اړتیا ده چې بهرنې اشغالګر ځواکونه د یوه ټاکلي مهال ویش له لارې د هیواده ووځې ،او افغانان د خپل منځې خبرو اترو له لارې یو بې پرې حکومت جوړ کړې او دهمدې حکومت له لارې دې ټولټاکنې تر سره شی . تر څو دهمدې ټولټاکنو له لارې د هیواد سیاسي قیادت منځته راشي .

په درنښت:

د حزب اسلامي افغانستان د سیاسي دفتر

افغانستان نېټه : ٢۱ / ٢ / ١٣٨٨