Thursday, May 21, 2009

دمذاکراتوپه هکله د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

نېټه : ٢۱ / ٢ / ١٣٨٨

دمذاکراتوپه هکله د حزب اسلامي افغانستان اعلامیه

نن د هیواد په مطبوعاتو او رسنیو کې د افغانستان ددولت له اړخه د حزب اسلامي امیر محترم انجنیر ګلب الدین حکمتیار ته په حکومت کې د ګډون د بلنې دورکولو او د حزب اسلامي او دولت تر منځ د خبرو اترو په هکله یو راپور خپور شوې .

دا په داسې حال کې چې حزب اسلامې د افغانستان اوسنې رژیم د امریکا د اشغالګرو ځواکونو یوه برخه ګڼي چې دهمدې ځواکونو تر مستقیمي قوماندې لاندې کار کوي ، نه خپل واک لری او نه د خبرو اترو له پاره متقابل اړخ جوړیداې شي . په دې اساس ددې رژیم سره دداسې خبرو اترو پوښتنه هم نه را پیدا کیږی . دا ډول افواهات خپرول ، کیداې شی د اشغالګرو ځواکونو د لاس پوڅو د انتخاباتې کمپاین یوه برخه وی .

په داسې حال کې چې حزب اسلامي تل دسیاسي خبرو اترو دروازه پرانستې پری ایښې او غواړې د ذیدخله اړخونو سره د خبرو اترو له لارې د خپل هیواد اوسنۍ غمیزه پاې ته ورسوي خو په اوسني وخت کې حزب اسلامي د داسې کوم اړخ سره نه خبرې لری او نه په داسې خبرو اترو باور .

حزب اسلامي افغانستان لکه څنګه چې پخوا څو څو ځله اعلان کړی یو ځل بیا اعلانوی چې د هیواد د ستونزې دحل له پاره دې اړتیا ده چې بهرنې اشغالګر ځواکونه د یوه ټاکلي مهال ویش له لارې د هیواده ووځې ،او افغانان د خپل منځې خبرو اترو له لارې یو بې پرې حکومت جوړ کړې او دهمدې حکومت له لارې دې ټولټاکنې تر سره شی . تر څو دهمدې ټولټاکنو له لارې د هیواد سیاسي قیادت منځته راشي .

په درنښت:

د حزب اسلامي افغانستان د سیاسي دفتر

افغانستان نېټه : ٢۱ / ٢ / ١٣٨٨

1 comment:

  1. نظریه
    سلامونه اونیکی هیلی وراندی کوو داسلام اوبه اسلام باندی ثابت قدمه مسلمانانواودسنگرونوهغه رشتینی مچاهدینولباره جی مسلمانان دهغوی له برکته دی دنیاکی سه ناسه رسمیت لری اتل ولی غوارم فخرکووتراوسه هم داسی سرونه لروترملت یی ترشاودریگی اوله هغوی رهمنمایی وغواری :محترمه که دحل همدایوازینی لاره وی نو ماته مشکل شکاری زکه امریکادلته لاسبوسی دیرلری که هغوی له مخی لری کول وی نوبیابه دیرکلنه دوره دسره کیگی اوکنه نو سنگه به هغوی ددی منلوته تیارشی حال دادی چورکی هغوته فایده ده والله اعلم له الله ددین کامیابی اودمسلمانانوسرولوری غوارم


    والسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

    ReplyDelete