Saturday, April 25, 2009

پټي توطئې (د مسكو پيغامونه)ه)

د مسكو پيغامونه

مسكو د خپلو هيئتونو په ذريعه او له ډېرو نورو لارو نه موږ ته پدې مرحله كي گڼ شمېر پيغامونه ولېږل، يو ځل گرباچوف خپل ډېر اعتمادى مشاور، د خبرو آترو لپاره د مسكو د رسمي پيغام د انتفال لپاره پاكستان ته راولېږو، په اسلام آباد كي د حزب د نمايندگي په دفتر كي مي لده سره ليدنه كتنه وشوه. د هغه دخبرو لنډيز داسي وو:

1 گرباچوف په كلكه تصميم نيولى چي شوروي فوځونه حتماً له افغانستان څخه و باسي، پدې كي هيڅ شك مه كوي.

2 روسي جنگي اسيران موږ ته وسپاري، دا كار به دگرباچوف دريځ د هغو ځواكونو په خلاف پياوړى كړي چي په افغانستان كي د شوروي فوځونو د پاتې كېدو پلويان دي.

3 بايد د وطن له گوند سره چي كافي بدلونونه پكي راغلي او سابقه كمونستي تگلاره ئې پرېښي، گډ حكومت جوړ كړي، موږ پدې هكله ستاسو ترمنځ وساطت كولى شو.

4 كه د وطن گوند په اقتداركي شريك نه وي څنگه به د دې گوند د غړو ژوند تضمينوو؟

5 - موږ نشو كولى د وطن گوند ټولو غړو او د نجيب د حكومت دومره لوى شمېر پلويانو ته پناه وركړو، دوى بايد په خپل هېواد كي په ډاډ او اطمئنان سره پاتې شي.

6 آيا مسكو د شوروي فوځيانو د وتلو نه وروسته له افغانستان سره د خپلي عنعنوي دوستي په دوام حساب كولى شي؟

7 آيا په افغانستان كي خو به د شوروي اتحاد په خلاف د دښمني او مخالفت اډه نه جوړېږي؟

8 لدې سره ئې زياته مينه وه چي پوه شي آيا د مسكو ـ كابل ترمنځ دوستانه تعلقات مخصوصاً د وسلو پلورلو په ارتباط به په خپل سابقه حال پاتې وي كه نه؟

چى كله ما په خبرو پيل وكړ، پدې پلمه زما خوا ته رانږدې شو چي گواكي په كومي جگړي كي ئې د غوږ پردې صدمه ليدلى او له لېري نه خبره نه اوري! زما د ځوابونو خلاصه دا وه:

1 - دفوځونو وتل تر هرچا د مخه ستاسو په گټه ده.

2 د فوځونو د وتلو په مهال وېش او د افغانستان د بحران د حل لټولو لپاره بايد تاسو له مجاهدينو سره خبرو ته ناست وى نه له هغه چا سره چي د مجاهدينو ترجماني او نمايندگي نشي كولى.

3 د وطن له گوند سره ائتلافي حكومت جوړول نه عملي او ممكن كار دى او نه د بحران د حل لار، چا چي تاسو ته د داسي ائتلاف د امكان په هكله اطمئنان دركړي وي، د افغانستان د حاكم ذهني او عيني وضعيت په هكله ئې بې بنياده او غلط راپور دركړي.

4 موږ عمومي عفوه اعلان كړي، د وطن گوند دي له همدې عفوى نه استفاده وكړي، د دوى لپاره همدا امتياز كفايت كوي، پدې اړه تفاهم كېدى شي.

5 - د دې خبري سل په سلو كي اطمئنان دركوو چي افغانستان به ستاسو په خلاف د امريكا په نظامي اډې نه بدلېږي.

6 - د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د راتلونكو اړيكو څرنگوالى د مسكو په چلند او دريځ پوري اړه لري، كه مسكو په خپل سياست كي تجديد نظر وكړي، تېر اشتباهات جبران كړي، ديوه خاص ټولگي په ځاى د ټول افغان ولس سره دوستي وغواړي، پدې صورت كي مسكو د افغانستان په دوستي حساب كولى شي.

7 جنگ ځپلي، خوار افغانستان ته د خپلو ټولو زړو وسلو په نوو وسلو بدلول، هغه هم په لنډه موده كي ناشونى كار دى.

8 د جنگي اسراوو په هكله به موږ له مشورى نه وروسته تاسو ته د خپل تصميم اطلاع دركړو.

9 د افغانستان د بحران د حل يوازنۍ عملي لار دا ده چي قدرت يوه داسي مؤقت غيرائتلافي حكومت ته انتقال شي چي كابينه ئې له غيرمتنازع فيها دريمگڼو شخصيتونو نه جوړه شوې وي او بيا انتخابات تر سره شي.

وتل

بالآخره د روسي فوځونو و تل پيل شول، كابل او نورو مراكزو ته د خورو ورو قطعاتو د راغونډولو او بيا په لويو لويو قطارونو كي د شمال او سرحد په لوري د هغوى د لېږدولو په دوران كي، دلارو په دواړو خواوو كي د مجاهدينو په مراكزو مسلسلى او درنې بمبارۍ كېدې، خو لدې سره سره مجاهدينو هغوى آرام نه پرېښودل او پرله پسې حملې ئې ورباندي كولې، دې حالت هرستنېدونكي روسي فوځي ته د جگړي د پاى د څرنگوالى، د روسي فوځونو د وتلو د لاملونو او د دوى په نسبت د افغان ولس د احساس جامع تصور وركولو او پدې ئې پوهول چي د روس ملت او واكدارانو ته د افغان ولس پيغام، د گلونو په هغو آميلونو كي چي په كابل كي د روسي افسرانو په غاړه كي وليدل او يا د گلانو په هغو گيډيو كي چي افغاني كمونستانو د دوى په ټانكونو ايښودل تمثيل كېده او كه د گوليو په هغه باران كي چي د وتلو په وخت او د لارو په اوږدو كي د مجاهدينو له خوا پدوى ورېدي؟ ښايي د مجاهدينو د دغه واقعى استقبال په وجه وو چي كله د 1988 كال د فبرورى په 15 آخري روسي فوځي د افغانستان له پولى نه د شوروي اتحاد په لوري تېرېدو نو شا ته ئې د كتلو شوق نه درلود او د فوځونو قومندان اعلان وكړ چي روسان به بيا افغانستان يا بل پردي هېواد ته د فوځونو د لېږلو غلطى تكرار نكړي!! كه د وتلو په وخت كي يوازي د گلونو په شيندلو او د گلونو په گيډيو او آميلونو استقبال شوي وى او د لاري په اوږدوكي ئې پرله پسې گولى د غوږونو څنگ ته نه وى تېري شوې، ممكن د دې خبري د كولو ضرورت ئې نه وى احساس كړي

په هغه ورځ چي كله دا خبره د دنيا د ټولو راډيوگانو په څپو كي اعلان شوه چي دا دى د روسي فوځونو آخري فرد، د افغانستان له پولى نه واوښت په ما عجيب حالت راغي، د شكرسجده مي په ځاى كړه، څو ركعته لمونځ مي وكړ، مسلسل او ټوله ورځ مي له سترگو نه بې اختياره اوښكي بهېدى، دا نه د خوشحالۍ اوښكي وې نه د خپل شهيد پلار، وروڼو او همسنگرو شهيدانو د رايادولو اوښكي او نه هم د دې آرمان اوښكي چي كاش زموږ شهيدان ژوندي وى او د برى دا صحنه ئې په خپلو سترگو ليدلې وى، بلكي دا د رحمان رب د وسيع او بې انتهاء پيرزويني له احساس نه راخوټېدونكې د شكر اوښكي وي، ما په خپل ټول وجود سره او د زړه په سلول سلول سره د هغه لوى آرمان د ترسره كېدو ننداره كوله چي هر چا ته ناشونى معلومېدو، خو زما زړه تل گواهى راكوله چي دا آرمان به تر سره كېږي، د زړه دا ډاډمن شهادت به مي تل په غونډو، ويناگانو، ليكونو كي په وار وار څرگندېدو او ويل به مي چي روسي فوځونه به حتماً زموږ له هېواد نه په وتلو مجبورېږي، نن هماغه خبره رښتونې شوې وه.

زه ډېر ماشوم وم، خوكله چي پوه شوم د روم او فارس په شان دوه ستري امپراطورۍ د پيغمبر عليه السلام په لاس نسكورى شوي، ما الله ته دا دعا پيل كړه او تل به مي د هر لمانځه نه وروسته تكراروله چي (خدايه په ما د روس او امريكا زوال وگورې او په زوال كي ئې ما ته لويه ونډه راپه برخه كړې) نن د خپلي هغي زړى مكررى دعا د يوې برخي د تحقق او اجابت شاهد وم. پدې خاطر مي له سترگونه د شكر اوښكي بهېدي، اميد مي دا دى چي، د دعا گانو منونكى رب، زما د دعا هغه دوهمه برخه هم ترسره كړي.

No comments:

Post a Comment