Saturday, April 25, 2009

پټي توطئې بربنډي څېرې پرله پسې

بسم الله الرحمن الرحيم

سريزه

د روسي فوځونو له وتلو نه وروسته پړاو، مخصوصاً د نجيب حكومت له نسكورېدو راديخوا، د اسلامي جهاد ترټولو سخت، غامض او كړكېچن پړاو وو چي له مخكنيو مراحلو سره ئې پوره تفاوت درلود. لدې نه په مخكي مراحلو كي هم د دوست او دښمن جبهه څرگنده وه او هم د جگړي لاملونه، آرمانونه او شعارونه. د دوست او دښمن په پېژندلو كي ډېر كم كسان په مغالطې او اشتباه كي پرېوتل، خو پدې پړاو كي چي بهرني فوځونه زموږ له هېواده ستانه شوي وو او په جگړو كي د دښمن فعال خو نامرئي او له نظره پټ حضور هرچا ته څرگند نه وو، پدې پړاو كي د جگړي دوام ډېرو ته د توجيه وړ نه برېښېدو، پدې نه پوهېدل چي دښمن له دروازې وتلى خوله كړكۍ بېرته راننوتلى، څېره ئې بدله كړې، په جگړي كي ئې د سابق په شان ونډه ده خو په بدلي څېرې كي، كه څه هم كمونست نجيب له پرېړو بريتو سره گوښه شوى، خو د ده د سياستونو وارث له پكول، عبا او قبا سره د ده لوبه كوي او د ده د بادارانو په خدمت كي دي.

هغه كسان چي د پېښو په ماهيت او په پېښو كي د پردې شاته د اصلي لوبغاړو په ونډي دقيقاً نه پوهېدل او د دښمن د تبليغاتي سرچينو له درواغجنو او زهرجنو تبليغاتو نه متأثره شوي وو، ټولي خواوي ئې د استثناء او تفكيك نه پرته محكومولې، د جگړي د داخلي او خارجي عواملو له پېژندو نه عاجز وو، نه پوهېدل چي د نجيب له نسكورېدو نه وروسته د ټولو جگړو اصلي عاملين د ببرك طرفداران وو چي غوښتل ئې نجيب په ببرك كارمل تعويض كړي، د شهنواز تڼي له كودتا نه وروسته چي خلقيان تصفيه شول، ځيني بنديان او ځيني له هېواد نه وتښتېدل، د چارو واگي د جنرال نبي عظيمي او جنرال آصف دلاور په شان د ببرك د پلويانو لاس ته ورغلې، دوى لا د مخه د كودتا منصوبه جوړه كړې وه، ببرك ئې د همدې لپاره له مسكونه راوغوښت، د كي جي بي موافقه ئې ترلاسه كړه، امريكا او په منطقې كي ځينو نورو مؤثرو هېوادونو دوى ته اطمئنان وركړ چي د دوى تر مشرى لاندي له ځينو جهادي ډلو سره د يوه ائتلافي حكومت ملاتړكوي.

له دې حقايقو نه بې خبره كسان داسي گمان كوي چي د جبل السراج ننگينه معاهده، له خپلو ټولو خونړيو عواقبو سره، يوه تصادفي پېښه وه چي د ځينو جاه طلبه او قدرت غوښتونكو څېرو له فرصت طلبۍ نه راولاړه شوې. نه دا چي د دې خطرناكي او خونړۍ توطئې اصلي طراحان د كي جى بى او سي آى اى په شان بين المللي جاسوسي شبكې دي چي غوښتل ئې پدې سره د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى وكړي، كي جى بى د همدې مقصد لپاره يو ځل بيا د ببرك ډله استخدام كړه، خو دا ځل د روسي فوځونو د رابللو په ځاى بايد د يوې داسي ائتلافي جبهې تر پردې شا ته خپل مأموريت ترسره كړي چي له ځينو غولېدلو قدرت غوښتونكو سره به ئې جوړوي !!

دغو حلقو ته پدې مطلب پوهېدل گران دى چي ولې مسكو او واشنگټن څنگ په څنگ او په يوه وخت د جبل السراج له معاهدې او د دې معاهدې په بنسټ د جوړي شوې ائتلافي جبهې ملاتړ كولو؟ نه پوهېږي چي واشنگټن ته پدې پړاو كي ترټولو مهمه مسئله دا وه چي څنگه د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى وكړي، امريكا د جهاد د دې تاريخي تجربې بريا او په يوه اسلامي حكومت د هغه منتج كېدل، ټوله اسلامي نړۍ كي د خپلو استعماري گټو لپاره جدي تهديد گڼلو، گمان ئې دا وو چي كه دا تاريخي تجربه ناكامه نكړي او د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى ونكړي، دا تجربه به په نورو ملكونو كي هم هرو مرو تكرارېږي، نور ملتونه مخصوصاً هغه چي په خپلو هېوادونوكي د پرديو له سياسي، اقتصادي او فرهنگي تسلط نه ستومانه شوي، د دوى له سلطې نه د ژغورني او د استقلال او خپلواكي په لټه كي دي، د افغان مجاهدينو لار به غوره كوي، پدوى پسې به اقتدا كوي او پدې سره به امريكا ته په خپلو مستعمراتوكي هماغه مشكلات راولاړوي چي افغان مجاهدينو شوروي اتحاد ته راولاړ كړل.

دوى دې ته نه دي متوجه چى د دې مرحلې جگړي په اصل كي د تېرو جگړو تسلسل او د سابق په شان له بهرنه تپل شوې جگړي دي، منطقوي رقابتونه د دې جگړو د ادامې لامل دي، واشنگټن او مسكو او پدوى پوري تړلي محلي ځواكونه پدې جگړو پانگه اچوى او په جگړو لگيا ډلي حمايه كوي.

له هيچا بايد دا حقيقت پټ نه وي چي زموږ هېواد، مخصوصاً د 19 او 20 پيړۍ په بهيركي د يوه داسي معبر او پله حيثيت درلود چي ښكيلاكگرو ځواكونو غوښتل له هغه نه آخوا تېر شي خپل هغه پراختيا غوښتونكي اهداف ترلاسه كړي چي د دې هېواد دواړو خواوو ته پراته وو، مخكي شوروي اتحاد غوښتل له افغانستان نه تېر شي، تودو اوبو او د خليج د تيلو زېرمو ته ورسېږي، د كرملين واكدارانو د تزار له زمانې نه بيا د كمونستانو تر واكمني پوري تل ويلي چي روسي سرتېري به هرومرو خپلي پښې د هند په سمندركي وينځى! د همدې لپاره مسكو دا جگړه زموږ په هېواد تحميل كړه، لومړى د كمونستانو په ذريعه او د عسكري كودتاگانو له لاري، چي د كمونستانو له ماتو نه وروسته په خپله د جگړي ډگر ته راوړاندي شول او لس كاله په افغانستان كي وجنگېدل، د مسكو له نظره د افغانستان د نيولو او پدې هېواد كي د يوه خپلواك اسلامي حكومت د جوړېدو د مخنيوي په اهميت هلته ښه پوهېدى شو چي دې خبري ته دقيقاً ځير شو چي مسكو د لسو كلونو جگړي په دوران كي يو مليون سرتېري په مختلفو ټولگيو كي افغانستان ته ولېږل، هومره ئې پدې جگړي پانگه واچوله چي ملا ئې ورماته كړه او د شوروي اتحاد د وېروونكې امپراطورۍ په نسكورېدو منتج شوه، خو اوس او د شوروي اتحاد له زواله وروسته پداسي حال كي چي مسكو له ملا ماتوونكو اقتصادي ستونزو او سختو داخلي مشكلاتو سره مخامخ دى، د رباني له دولت سره دجگړي د دوام لپاره بې دريغه مالي اونظامي مرستي كوي.

غرب نشوكولى چي د تودو اوبو او د خليج د تيلو د څاگانو په لوري د شوروي ځواكونو مخكي تگ وزغمي ، دا څاگاني عمدتاً د امريكائي كمپنيو په واك كي وې، دوى له شوروي اتحاد سره د ډغرو وهلو توان په خپلو مټوكي نه ليدلو، د زړه ورو افغانانو نه ماتېدونكى مقاومت ئې داسي وموندو چي له هغه نه د حمايت په صورت كي كولى شي د دې مخكي تگ مانع شي او د خپلو پخوانيو ماتو غچ واخلي او په خليج او د هند سمندر شا او خواكي خپلي گټي خوندي وساتي.

خو د شوروي اتحاد له زواله وروسته، اوس امريكا غواړي چي له افغانستان نه د يوه معبر په حيث استفاده وكړي او د مركزي آسيا د تيلو زېرمي ترلاسه كړي، د دې سيمي هېوادونه له مسكو نه رابېل كړي او په روسيې د اتكاء او اعتماد په ځاى ئې د افغانستان له لاري له ځان سره وصل كړي، پدې سيمي د مسكو د بيا واكمنۍ مخه ونيسي، پرى نږدي چي د دې هېوادونو ترځمكي لاندي پراخي زېرمي او گټور تجارتي بازارونه د مسكو په گټه وړيا له لاسه وركړي. ټولو ته معلومه ده چي د شوروي اتحاد په جنوبي سرحداتو كي پراته هېوادونه، د خپلو زېرمو له پلوه هومره غني دى چي د غربي هېوادونو د كمپنيو پاملرنه ئې ځانته جلب كړي، له سياسي او اجتماعي اړخه له مسكو نه د آزادۍ په لټه كي دي، پدې سيمي كي د نفوذ پراخ او مناسب شرائط شته، امريكا غواړي په كابل كي يو مزدور او لاس پوڅى حكومت ولري ترڅو د دوى لاره د مركزي آسيا په لوري پرانېزي.

حقيقت دا دى چي د افغانستان رواني جگړي په اصل كي د تيلو د كمپنيو جگړي دي، پدې خبري يوازي هغه كسان نشي پوهېدى چي ډېر بې عقله او بې خبره وي، نه د محلي رقابتونو په ماهيت خبر وي او نه د بين المللي توطئو له څرنگوالى نه اطلاع لري، پدې نه پوهېږي چي مسكو د څه لپاره د نجيب او ببرك په ځاى رباني او مسعود انتخاب كړل، كله ئې انتخاب كړل؟ كومو لاملونو مسكو دې كار ته اړ كړ؟ څنگه او ولې د نظار شورى له 1982 نه وروسته د يوې پټي معاهدې په ترڅ كي له روسانو سره ملگرې شوه او له هماغه نېټې راهيسي له مسكو څخه پيسې او وسلې ترلاسه كوي؟ دا يوه تصادفي پېښه نه وه، بلكي مسكو تل او د خپل استعماري تاريخ په اوږدو كي، په خپلو ټولو مستعمراتو كي وړوكې، التقاطي، دوه مخي او سازشي ډلي د ځواكمنو، انقلابي او سازش نه منونكو ډلو په خلاف انتخاب كړې، هغوى ته ئې وده وركړې، د مقاومت د ټكولو او په خپلو مستعمراتو د سلطې لپاره ئې له هغوى نه استفاده كړې. دا حقيقت خو اوس د ډېرو سطحى نظر خاوندانو نه هم پټ ندى چي پدې سيمي كي د مسكو ستراتيژيكي گټي، د افغانستان د جگړي له دوام سره غوټه شوې، د همدې لپاره مسكو داسي يو محور انتخاب كړ او داسي يوه ډلگۍ ئې استخدام كړه چي يوازي د جگړي د دوام باعث شي او په افغانستان كي د سولي او ثبات راتلو مخنيوى وكړي.

متأسفانه ځيني كسان لا تر اوسه له هغو حقايقو ندي خبر چي په افغانستان كي د مېشت روسي قواوو قومندانانو او د كي جى بى لوړ رتبه مأمورينو، د خپلو خاطراتو په كتابونو كي افشاء كړي، دوى په خپلو ضخيمو كتابونو كي د دې مرحلې ټول انكشافات څېړلي او ټول پټ اسرار ئې افشاء كړي، دا ئې څرگند كړي چي روسانو څنگه د بد ضميره او جهاد خرڅوونكو قومندانانو د اخستو، د مقاومت په ليكوكي د داخلي جگړو اور بلولو او د دې جگړو او مخصوصاً د حزب اسلامي په خلاف د گډو عملياتو لپاره د مسعود په شان د پروتوكولي قومندانانو استخدام په برخه كي څومره پانگه اچولې او څومره پراخي او پرله پسې هڅي ئې كړې؟!

دوى د دښمنانو د اعتراف سره سره او د دغو پټو اسرارو له څرگندېدو نه وروسته هم پدې ندي پوه شوي چي حزب اسلامي د اسلامي مقاومت د ملاتير او د اسلامي تحريك د باني او مؤسس په حيث د اسلام د دښمنانو له گډي ستري توطئې سره مخامخ شو، د كمونستانو او غولېدلو څېرو ائتلاف ئې د همدې لپاره جوړ كړ، د طالبانو حركت ئې د همدې لپاره جوړ او د حزب اسلامي په خلاف د جگړي ډگر ته راوړاندي كړ، د همدې ځواكونو په ايما او اشاره او د دوى په وساطت، طالبانو د پيدايښت په لومړيو مرحلو كي ائتلاف ته د ملگرتيا لاس وركړ او په گډه د حزب اسلامي په خلاف وجنگېدل. داحلقې نه پوهېږي چي اسلام آباد له يوې خوا د امريكا تر سخت فشار لاندي وو او پدې نشو توانېدى چي د امريكا له اغېز نه آزاد، د خپلو ملي مصالحو په رڼا كي خپلواك سياست غوره كړي او د افغانستان د راتلونكې په اړه د واشنگټن شرائطو ته تسليم نشي، مجبور وو هماغه څه وكړي چي امريكا ئې ورته خوښوي، له بلي خوا د امريكائيانو او په امريكا پوري د تړلو حلقو د دې تبليغاتو تر اغېز‏ لاندي تللي وو چي كه په كابل كي داسي يو حكومت جوړ شي چي په سركي ئې كوم پښتون مشر وي او حزب اسلامي په هغه كي فعاله او مؤثره ونډه ولري، دا كار اسلام آباد ته د پښتونستان كشاله راولاړوي او په پاكستان كي د دوى د مخالفو اسلامي ډلو د تقويې او مزيد ځواكمن كېدو اسباب برابروي، دهمدې لپاره دISI د هغه وخت مشر، جاويد ناصر، د حزب اسلامي د مجاهدينو په لاس د كابل د فتح كېدو په ورځ، په پېښور كي له افغاني مشرانو سره د خپلي غونډي په ترڅ كي وويل: پاكستان به هيڅكله اجازه ورنكړي چي حزب اسلامي په كابل حكومت وكړي، حتى له قوې نه د استفادى په بيه !!

مگر دا هسي يو تصادف وو چي پاكستان دوه ځله رباني د جمهور رئيس او مسعود د دفاع وزير په توگه په نورو تحميل كړل؟! لدې كار نه د اسلام آباد مقصد څه وو، د دوى په انتخاب كي ئې كومي گټي مضمري وې؟!

دا كسان گمان كوي چي د نجيب له نسكورېدو نه وروسته ټولي جگړي، د اقتدار د لاس ته راوړو جگړي وې چي د جهادي ډلو ترمنځ راولاړي شوې، پداسي حال كي چي دا جگړي، د سابقه جگړو تسلسل او ادامه ده، د دې جگړو واگي او قومنده د همغو افسرانو په لاس كي وه چي مخكي له ټولو مجاهدينو سره جنگېدل، خو اوس يوازي له حزب سره، مخكي له كمونست رژيم نه د دفاع لپاره او اوس له اسلامي دولت نه د دفاع تر غولوونكې پلمې لاندي. د نجيب د حكومت لوى درستيز، د كابل د گارنيزيون قومندان، له كمونست رژيم نه د پاتې قطعاتو قومندانان، د روسانو په لاس جوړي شوې او روزل شوې ملېشې، دا هغه ځواكونه وو چي د دغو جگړو مهار ئې سل په سلو كي په لاس كي وو، د شوراى نظار په شان د منحطو ټولگيو نه هغوى فقط د يوې غولوونكې پردې په حيث استفاده كوله.

ځيني بې خبره كسان داسي گمان كوي چي گواكي د نجيب له نسكورېدو وروسته، قدرت مجاهدينوته انتقال شوى، اسلامي حكومت جوړ شوى او جگړه تر يوې مودې متوقف شوې خو وروسته د قدرت د وېش په سر د مجاهدينو ترمنځ نزاع راولاړه شوې او په جگړي منتج شوې !! پداسي حال كي چي نه مخكنۍ جگړه د يوې شېبې لپاره متوقف شوې، نه قدرت مجاهدينوته انتقال شوى او نه په كابل كي د چارو واگي مجاهدينو ته سپارل شوې، جگړه د سابق په شان، د كمونستو افسرانو تر قومندې لاندي روانه وه، په كابل كي د چارو واگي په كامله توگه د كمونستانو په واك كي وې، ارگ، د دفاع وزارت، د دولتي امنيت (خاد) وزارت، راډيو، تلويزيون، هوايي ميدان، د ښار امنيت، د كابل امنيتي كمربند، په ښار او د ښار شا او خوا حاكم نقاط ټول د كمونستانو او مليشو په اختياركي وو. كوم مجاهدين چي كابل ته تللي وو په حقيقت كي مېلمانه وو چي د تصفيې لپاره كابل ته بلل شوي وو، د كابل په شا او خوا كي د حزب شته والى كمونستانو ته موقع ورنكړه چي دوى تصفيه كړي.

پدى كتاب كي د روسي فوځونو له وتو نه د ائتلافي حكوت تر پرېوتو پوري جريانات څېړل شوي، اميد دى لدې نه مخكي او وروسته مراحل هم په بېلابېلو كتابونو كي وڅيړو.

د دې جرياناتو له څېړلو نه مو مقصد دا دى چي زموږ هوشيار او با ايمانه ولس، د دې خونړيو پېښو اصلي لوبغاړى او د پردې شا ته د دښمنانو نامرئي لاسونه درك كړي، هغه ډلي وپېژني چي په پرديو پوري تړلې او د بهرنيو ځواكونو د گټو لپاره جنگېږي، د جگړو د عواملو، لاملونو او موخو په پېژندگلوى كي اشتباه ونكړي، د هېواد او منطقې د وضعيت او د دې سيمي په جرياناتو كي د ذيدخله مؤثرو اړخونو په هكله ژور معلومات ترلاسه او د دې په رڼاكي وتوانېږي چي د روان دردوونكي حالت نه د وتو لار تشخيص او مناسب تصميم ونيسي.

موږ د دې توري شپې په ختمېدو باور لرو، روښانه راتلونكې ته په طمع يو، ډاډه يو چي دا پړاو به هم حتماً او ژر پاى ته رسېږي، پټي او څرگندي توطئې به يوه په بل پسې شنډېږي، پټ او څرگند دښمنان به زموږ د مؤمن او صبور ولس د عزم او ايمان په وړاندي ماتې خوري او زموږ د شهيدانو آرمان به هرو مرو او په نږدې راتلونكې كي تحقق مومي .

و ما ذلك على الله بعزيز

حكمتيار

4 / 6 / 1378


No comments:

Post a Comment