Saturday, April 25, 2009

پټي توطئې بربنډي څېرې

پټي توطئې بربنډي څېرې

د روسانو له وتو د ائتلافى حكومت تر نسكوريدو

د كتاب له متن څخه

لدې نه په مخكې مراحلو كې هم د دوست او دښمن جبهه څرګنده وه او هم د جګړى لاملونه، آرمانونه او شعارونه. د دوست او دښمن په پيژندلو كې ډير كم كسان په مغالطى او اشتباه كې پريوتل، خو پدې پړاو كې چې بهرنى فوځونه زمونږ له هيواد نه ستانه شوى وو او په جګړو كې د دښمن فعال خو نامرئى او له نظره پټ حضور هرچا ته څرګند نه وو، پدې پړاو كې د جګړى دوام ډيرو ته د توجيه وړ نه بريښيدو، پدې نه پوهيدل چې دښمن له دروازى وتلى خوله كړكۍ بيرته راننوتلى، څيره ئې بدله كړى، په جګړى كې ئې د سابق په شان ونډه ده خو په بدلى څيرى كې، كه څه هم كمونست نجيب له پريړو بريتو سره ګوښه شوى، خو د ده د سياستونو وارث له پكول، عبا او قبا سره د ده لوبه كوي او د ده د بادارانو په خدمت كې دى.

هغه كسان چې د پيښو په ماهيت او په پيښو كې د پردې شاته د اصلى لوبغاړو په ونډى دقيقاً نه پوهيدل او د دښمن د تبليغاتى سرچينو له درواغجنو او زهرجنو تبليغاتو نه متأثره شوى وو، ټولي خواوى ئې د استثناء او تفكيك نه پرته محكومول، د جګړى د داخلى او خارجى عواملو له پيژندو نه عاجز وو، نه پوهيدل چې د نجيب له نسكوريدو نه وروسته د ټولو جګړو اصلى عاملين د ببرك طرفداران وو چې غوښتل ئې نجيب په ببرك كارمل تعويض كړى، د شهنواز تڼى له كودتا نه وروسته چې خلقيان تصفيه شول، ځينى بنديان او ځينى له هيواد نه وتښتيدل، د چارو واګى د جنرال نبى عظيمى او جنرال آصف دلاور په شان د ببرك د پلويانو لاس ته ورغلى، دوى لا د مخه د كودتا منصوبه جوړه كړى وه، ببرك ئې د همدې لپاره له مسكونه راوغوښت، د كې جى بى موافقه ئې ترلاسه كړه، امريكا او په منطقى كې ځينو نورو مؤثرو هيوادونو دوى ته اطمئنان وركړ چې د دوى تر مشرى لاندې له ځينو جهادى ډلو سره د يوه ائتلافى حكومت ملاتړكوي.

لدى حقايقو نه بې خبره كسان داسې ګمان كوي چې د جبل السراج ننګينه معاهده، له خپلو ټولو خونړيو عواقبو سره، يوه تصادفي پيښه وه چې د ځينو جاه طلبه او قدرت غوښتونكو څيرو له فرصت طلبى نه راولاړه شوى. نه دا چې د دې خطرناكى او خونړى توطئى اصلى طراحان د كې جى بى او سى آى اى په شان بين المللى جاسوسى شبكى دى چې غوښتل ئې پدې سره د يوه اسلامى حكومت د جوړيدو مخنيوى وكړى، كې جى بى د همدې مقصد لپاره يو ځل بيا د ببرك ډله استخدام كړه، خو دا ځل د روسى فوځونو د رابللو په ځاى بايد د يوى داسې ائتلافى جبهى تر پردې شا ته خپل نقش ترسره كړى چې له ځينو غوليدلو قدرت غوښتونكو سره به ئې جوړوى !!

دغو حلقو ته پدې مطلب پوهيدل ګران دى چې ولى مسكو او واشنګټن څنګ په څنګ او په يوه وخت د جبل السراج له معاهدى او د دې معاهدى په بنسټ د جوړى شوى ائتلافى جبهى ملاتړ كولو؟ نه پوهيږي چې واشنګټن ته پدې پړاو كې ترټولو مهمه مسئله دا وه چې څنګه د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامى حكومت د جوړيدو مخنيوى وكړى، امريكا د جهاد د دې تاريخي تجربى بريا او په يوه اسلامى حكومت د هغه منتج كيدل، ټوله اسلامى نړۍ كې دخپلو استعمارى ګټو لپاره جدى تهديد ګڼلو، ګمان ئې دا وو چې كه دا تاريخي تجربه ناكامه نكړى او د مجاهدينو په لاس د اسلامى حكومت د جوړيدو مخنيوى ونكړى، دا تجربه به په نورو ملكونو كې هم هرو مرو تكراريږي، نور ملتونه مخصوصاً هغه چې په خپلو هيوادونو كې د پرديو له سياسى، اقتصادى او فرهنګى تسلط نه ستومانه شوى، د دوى له سلطى نه د ژغورنى او د استقلال او خپلواكى په لټه كې دى، د افغان مجاهدينو لار به غوره كوي، پدوى پسې به اقتدا كوي او پدې سره به امريكا ته په خپلو مستعمراتوكى هماغه مشكلات راولاړوى چې افغان مجاهدينو شوروى اتحاد ته راولاړ كړل.

No comments:

Post a Comment