Saturday, April 25, 2009

پټي توطئې بربنډي څېرې


بسم الله الرحمن الرحيم
د ناشر مقدمه

د ميثاق ايثار اداره وياړي چي د ورور حكمتيار دا له تاريخي اسنادو نه غني اثر، چي لدې نه مخكي په پښتو، دري، اردو او عربي كي د بېلو بېلو نشراتي مؤسسو له خوا چاپ شوى، يو ځل بيا په نوې قطع او صحافت كي د افغانستان د لرغوني تاريخ مينه والو ته وړاندي كوي. چا چي دا كتاب څو كاله د مخه او زموږ په گران هېواد افغانستان باندي د امريكائي ځواكونو له يرغل نه مخكي لوستلى، ډېري برخي به ئې په هغه وخت كي ورته داسي وړاندويني برېښېدلې وي چي نن ئې د خپلو سترگو وړاندي د څرگندو حقايقو په بڼه كي گوري. څو بېلگي ئې ستاسو مخي ته ږدو:

• د طالبانو حكومت د اوږدې مودې لپاره دوام نشي كولى، د دوى ناكام سياستونه، د هېواد اجتماعي جوړښت، د دې سيمي وضعيت او د اسلام په ضد د امريكا او روسيې گډ سازشونه دوى ته په قدرت كي د پاتې كېدو مجال نه وركوي.

• د شمال جبهه د مسكو او واشنگټن د گډ سازش په نتيجه كي جوړه شوې، هدف ئې دا وو چي له دغي ډلي نه د جگړي د دوام او پدې هېواد كي د اسلامي حكومت د جوړېدو د مخنيوي په كار كي استفاده وكړي.

• امريكا به ظاهر خان راولي، خو د راوستو يوازنۍ لار ئې د دې هېواد نظامي اشغال دى.

• شمالي ټلواله به د روسانو په وينا لدې امريكائي منصوبې سره توافق كوي.

• امريكا د روسانو په څېر افغانستان نيولى شي او خپل كارمل پدې هېواد د لنډي مودې لپاره تپلى شي، خو د دې هېواد دائمي اشغال ورته ممكن ندى.

د دې كتاب ډېري نوري خبري به دې ته ورته او داسي ومومئ چي نن ئې عملاً تحقق موندلى.

موږ نه يوازي د قطع او صحافت له اړخه د دې ارزښتناك كتاب په نوي چاپ كي څه نوښتونه راوستي او مخكني اشتباهات مو تر ډېره حده راكم كړي، بلكي د كتاب په پاى كي مو د ورور حكمتيار هغه دوه جالبي ادبي ټوټې هم اضافه كړې چي د هېواد د دغي مرحلې پېښي پكي انځور شوې.

هدف مو دا دى چي خپل ولس له حقايقو خبر كړو، د دښمن توطئو ته ئې متوجه كړو، د دښمنانو د سپكو او ذليلو ملگرو كرغېړني څېرې افشاء كړو او د افغان ولس راتلونكي نسل ته د مجاهدينو هغه ارزښتناكي تجربې انتقال كړو چي هره يوه ئې په ډېر گران قيمت او د زرهاوو سرتېرو مجاهدينو د وينو په بيه ترلاسه شوې. پدې اميد چي ارحم الراحمين خداى مو د خپلي لاري د مجاهدينو په ډله كي قبول كړي.

اللهم وفقنا لما تحب و ترضى

2 comments:

  1. salamona for all of you.
    Hope you are well.all the best wishes for you,it,s realy nice blog hope going ahead we will enjoy.thanks.
    ahmadzai

    ReplyDelete